واشنګټن ـــــ د نړۍ یو شمېر مشران لندن ته رسېدلي چې د برتانیې د ملکې دویمې الیزبیت د ښخېدو په وروستیو مراسمو کې ګډون وکړي، هغه د ستمبر په اتمه د 96 کالو په عمر مړه شوه او سبا د ستمبر په 19مه به د خپل خاوند شهزاده فیلیپ د قبر څنګ ته خاورو ته سپارل کېږي.
د برتانیې د اوږدمهاله ملکې دویمې الیزبیت پر مړینه لس ورځنی ماتم لا هم نه دی ختم شوی او د جنازې وروستیو مراسمو ته یې تر 5000 زیات بهرني شخصیتونه لندن ته ورغلي دي، د یوې اندازې له مخې په اربونو خلک به یې مراسم له لرې هم ګوري او دا په یوویشتمې پېړۍ کې د مړینې داسې مراسم ګڼل کېږي چې مثال یې نه شته.
په لندن کې د شپې موسم یخ شوی او په زرګونه خلک په داسې وخت لا د ملکې الیزبیت د تابوت لیدلو، هغې ته د عقیدت وړاندې کولو او مخه ښې لپاره په کتار کې ولاړ دي چې د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسمو ته یې لا یوه ورځ پاته ده.
د ملکې الیزبیت زوی او د برتانیې نوی باچا شهزاده چارلس درېیم او شهزاده ویلیم د هغې وروستیو مراسمو ته ورغلیو منتظرو زرګونو خلکو ته- چې تر څو کیلیومیټره پورې په کتار کې ولاړ وو- بهر ور ووتل او د هغوی مننه یې وکړه.
د شنبې- خالي په شپه د ملکې الیزبیت اته لمسي په ویسټ منسټر هال کې د هغې د تابوت شاوخوا ته په داسې حال کې ولاړ وو چې د هر عمر خلک پټه خوله یوې بلې خواته تېرېدل او هغې ته یې غلی عقیدت وړاندې کاوه.
د ملکې الیزبیت د وروستیو مراسمو لپاره په لندن ښار کې بېساری امنیت نیول شوی او په زرګونو پولیس تر څو کیلیومیټرو پورې د ورتلونکو غمجنو خلکو څارنه او ساتنه کوي.
په دغو خلکو کې د انګلېنډ د فوټبال لوبډلې مخکینی کېپټن ډېویډ بېکم هم شامل وو، هغه شاوخوا دوولس ګنټې انتظار وکړ او اخر د ملکې الیزبیت تر تابوت پورې ورسېد او هغې ته یې درناوی وړاندې کړ. ډېویډ بېکم وویل:
"موږ د یو ملت په توګه بختور یو چې داسې یو څوک مو لرل چې د هغې عظمت د ډېر وخت لپاره په مهربانۍ ، پاملرنې او همېشني ډاډ سره موږ ته لاره هواره کړې وه".
د نړۍ د هېوادونو په سلګونو مشران، د شاهي کورنیو استازي او سیاستوال نن لندن ته رسېدلي چې خاورو ته د ملکې دویمې الیزبیت د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
په دغو کسانو کې د امریکې ولسمشر جوبایډن، د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو، د جاپان شاهنشاه ناروهیتو او شاهنشاه ماساکو، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او په سلګونو نور مشران شامل دي.
د نړۍ د څورلسو کامین ویلت یا د هم ګټو هېوادونو وزیراعظمان به هم په دغو مراسمو کې شریک وي چې مخکې د برتانیې تر واک لاندې وو او اوس ازاد شوي دي.
د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو له خپلې مېرمنې سره یو ځای دغو مراسمو ته ورغلی او پر ټویټر یې لیکلي دي:
"محترمې ملکې الیزبیت دویم پخپل ټول ژوند کې خدمت وکړ او د خپلو خدمتونو بار یې په بېساري فضل سره پخپلو اوږو واخیست. موږ نن د هغې د غمرازۍ په کتاب کې لاسلیک وکړ او دا مهمه موقع مو په نخښه کړه".
د برتانیې د ملکې دویمې الیزبیت د واکمنۍ موده تر شپږو لسیزو ډېره او د بریتانیې په شاهي تاریخ کې تر ټولو اوږده دوره وه.
هغې په 25 کلنۍ کې هغه مهال تاج پر سر کړ چې د برتانیې وزیراعظم وینسټن چرچل وو او اوسنۍ وزیراعظمه مېرمن لېز ټرس دیارلسم تن ده چې د ملکې الیزبیت د واکمنۍ پر مهال د وزیراعظمۍ پر څوکۍ ټاکل کېږي.
د ملکې الیزبیت دویمې د مړینې په دویمه ورځ د ستمبر پر نهمه د هغې زوی شهزاده چارلس په 73 کلنۍ کې په رسمي توګه د برتانیې نوی پاچا شو.