لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په چينايانو بل بريد شوی يو پکې وژل شوی


د پاکستان په غټ صنعي ښار کراچۍ کې د چينايي ډاکټر په کلېنک کې ډزې شوي چينايي ډاکټر او ښځه يې پکې ژوبل شوي او ورسره چينايي کار کوونکی تن وژل شوی دی.

دا پېښه پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ [28 ستمبر] ناوخته د کراچۍ په مرکزي صدر بازار کې شوې ده.

د کراچۍ د پوليسو يو افسر اېس اېس پي اسد رضا د دغه پېښې په اړه ويلي، يو تن چې د ناروغه يا مریض په شکل کې راغلی په کلېنک کې دننه د معاينې په تمه وو او چې نمبر يې راغلو په ډاکټر د هغه په ښځه او کار کوونکي ډزې کړي او بيا تښتېدلی دی.

د نوموړي پوليس افسر په وېنا ژوبل ډاکټراو ښځه يې روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

هغه وويل، دغه چينايي وګړو د پاکستان تابعيت يا شهريت هم درلود او په کراچۍ کې د 40 کالو راهسې وو.

په سمدستي توګه د دې پېښې زمه واري چا نه ده منلې خو له دې وړاندې په کراچۍ کې د چینايي وګړو په نخښه کولو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښو ډلو منلي دي.

په کراچۍ کې چې پرون دا پېښه په کوم ځای کې شوي د ښار مرکزي صدر بازار او هر وخت پکې ډېر ګڼه ګوڼه وي.

ځايي خلکو ویلي د ډزو اورېدو وروسته ځينې کسانو دغه ډزې کوونکی تن ليدلی او د نیولو هڅه يې هم کړې خو هغه په تېښته کې کامياب شوی دی.

پوليس چارواکو ويلي، د ترهګرۍ ضد پوليس څانګې سي ټي ډي د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د دغه پېښې غندنه کړې ده.

په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی چې پکې درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو.

د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG