د امریکا صدر جوباېډن تیره شپه په نیویارک کې د ډېموکرېټ ګوند سېنېټرانو د کمپاېن کمېټۍ غونډې ته ویلي، د نړۍ ویجاړونکي جنګ (ایټمي جګړې) خطر خورا لوړ دی. د صدر باېډن اشاره د ایټمي وسلو جګړې ته وه او زیاته کړې یې ده چې په اوکراېن کې د روس د جګړې بېللو وروسته، روسي چارواکي دې ته اړ شوي چې د نیوکلیايي وسلو په کارولو غور وکړي.
"مونږ د کینیډي او کیوبا د توغندیو یا میزاېېلو له بحران راهیسې د داسې خطرناک جنګ سره نه یو مخ شوي.٬٬
د 1962 په اکتوبر کې امریکا او روس د ایټمي شخړې په څنډه کې وو وروسته له هغه چې امریکا په ترکي او اټلي کې د بېلستیک توغندیو ځای پرځای کولو ته په ځواب کې روس په کیوبا کې ورته توغندي ځای پر ځای کړي وو.
د روس صدر ولادیمیر پوتین په اړه د امریکا صدر جو باېډن وویل، "هغه سړی چې زه ښه پیژنم،" هغه ټوکه نه کوي کله چې هغه د "ایټمي یا کیمیاوي وسلو" کارولو خبره کوي. بایډن وویل:
"زه داسې کوم شی نه لرم چې په اسانۍ سره د تاکتیکي اټومي وسلو کارولو وړتیا ولري او د اېټمي جګړې سره پای ته ونه رسیږي."
نوموړي یادې غونډې ته ویلي چې هغه او امریکايي چارواکي لا هم په اوکراېن کې د ٫٫٫ پوتین د لرې کیدو٫٫ په لټه کې دي.
"هغه د وتلو لاره چرته پیدا کوي؟" بایډن وپوښتل. "هغه خپل ځان چرته په داسې حالت کې موندلی چې نه یوازې مخ له لاسه ورکوي بلکې په روس کې د پام وړ ځواک له لاسه ورکوي؟"
صدر باېډن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکا به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
بلخوا د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل چې "د اکتوبر د میاشتې له پیل راهیسې یوازې د خرسون په سیمه کې تر نیم زره مربع کیلومتره زیاتې سیمې له روسي نیوکګرو څخه ازادې شوې دي."
په اوکراین کې د پنجشنبې په ورځ، یو اوکرایني چارواکي وویل چې د روسیې توغندي په زاپوریژهیا کې د استوګنې پر ودانیو ولګېدل چې لږ تر لږه دوه کسان یې ووژل. د زاپوریزیا د سیمې والي الکساندر ستارخ په ټیلیګرام کې لیکلي چې پنځه نور کسان د برید نه وروسته په خټو کې بند پاتې دي.
اوکرایین د ښار کنټرول لري، خو د زاپوریزیا سیمه تر ډېره د روسیې په ولکه کې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ یو قانون لاسلیک کړ چې له مخې یې روسیه د زاپوریزیا او درې نورې سیمې الحاق کوي، دا اقدام د اوکراین او د هغې د لویدیځو ملګرو او ملګرو ملتونو له خوا د نړیوالو قوانینو د سرغړونې په توګه غندل شوی دی.