لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانیا وایي داسې نه ښکاري چې بېلاروس او روس به شریک ځواک جوړ کړي


Russia China Military Exercises
Russia China Military Exercises

واشنګټن ــــ د برتانيې د دفاع وزارت وايي داسې نه ښکاري چې د بېلاروس پوځ به د روس د پوځ سره شریک ځواک جوړ کړي.

د بېلاروس صدر الېګزنډر لوکاشینکو تېره مياشت ويلي ‌وو د بېلاروس ۷۰۰۰۰ عسکر به د روس د ۱۵۰۰۰ پوځيانو سره په ګډه د روس او بېلاروس شريک ځواک جوړ کړي، چې ورته "ګروپ اف فورس" يا "طاقتوره ډله" ويل کېږي.

خو د برتانيې د دفاع وزارت دغه امکان رد کړی چې ګنې دغه ډله به جوړه شي.

دغې وزارت د استخباراتي معلوماتو په اساس ويلي داسې نه ښکاري چې ګنې روس به په بېلاروس کې خپل ډېر پوځ ګومارلی وي او زياته کړې ده چې د بېلاروس پوځ په دغه سيمه کې پوره جنګي مهارت هم نه لري او بله دا چې د روس پوځ په يوکرېن کې په روان جنګ کې بوخت دی.

د برتانيې د دفاع وزارت وايي، دغه د روس يو جنګي چال کېدلی شي چې د يوکرېن پوځ د بېلاروس او روس د يو موټی کېدلو له ويرې خپل پام شمالي پولې ته واړوي.

بلخوا راېټرز خبري اداره وايي د جمعې په ورځ د يوکرېن په خارکېف او زاپوريژيا ښارونو کې درنې چاودنې شوې دي، چې په سمدستي ډول يې د مرګ ژوبلې پوره تفصيل مخې ته نه دی راغلی.

د دې تر څنګ د امريکا د دفاع وزارت پېنټاګون ويلي په يوکرېن کې ايراني عسکر ليدل شوي دي چې د ډرون د لارې د روسي پوځونو سره مرستې کوي چې ځايي ‌خلک يې ډېر ويرولي دي او د بجلۍ په مرکزونو بريدونه کوي.

دا خبره د پېنټاګون پرېس سېکټري پېټ راېډر د زيارت- پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته کړې ده.

نوموړي ویلي روس د وسلې د کمي سره مخ دی نو ځکه اوس د ايران او شمالي کوريا په څېر ملکونو نه کمک اخلي، خو روس دغه ډول تورونه ردوي.

د پېنټاګون پرېس سېکټري پېټ راېډر ايران يو داسې ملک وبللو چې نه يواځې په منځني ختیځ بلکې اوس په يوکرېن کې هم ترهګري خوروي.

د نېټو مرستيال مشر مېرسيا جيووانا هم د ايران په دغه کار نیوکې کړي او په تهران يې غږ کړی چې د روس سره د پوځي ملاتړ نه لاس واخلي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان کربي هم د زيارت- پنجشنبې په ورځ په ايران تور ولګاوه چې د کرايميا نه د يوکرېن په پايتخت کيو کې ډرون بريدونه کوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنيتي شورا هم د امريکې، برتانیې او فرانس په غوښتنه بیړنۍ غونډه وکړه چې پکې د يوکرېن په جګړه کې د روس په ملاتړ کې د ايران په ډرون جهازونو خبرې وشوې.

د يوکرين خارجه وزير ويلي يواځې تېره اوونۍ د ۱۰۰ نه زيات ايراني ډرون د دوی په بجلي ګرو کارول شوي دي چې په يوکرېن کې يې د بجلۍ کمی پیدا کړی دی.

که څه هم امريکا او غربي نړۍ په ايران تور لګوي چې په يوکرېن کې د روس پوځ سره د خپلو ډرون جهازونو دلارې کومک کوي خو په ملګرو ملتونو کې د ايران سفير دغه بې بنياده خبرونه بللي دي او دغه ډول خبرونه يې د خپل هېواد په ضد د دروغو يوه افواه بللې ده چې د ده په وېنا غربي نړۍ يې د ايران په ضد خوروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG