لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرهاد دریا کمپاین "بې ډاره تعلیم": کابل کې ښځو او نجونو د بندو سکولونو د پرانیستلو لپاره احتجاجونه کړي


واشنګټن ـــــ په کابل کې پرون بیا ګڼ شمېر ښځو فعالانو او د جینکو زده کوونکو میندو د یو شمېر سکولونو مخې ته احتجاج کړی او له تعلیمه د نجونو محرومه کول یې د بشري حقونو سرغړونه بللې ده. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د جینکو د سکولونو په پرانیستلو کې مرسته وکړي. بلې خواته د افغانستان لپاره د امریکې سفیرې ویلي، که افغانان له تعلیمه محروم وساتل شي دوی به هیڅکله له نړۍ سره سیالي ونه کړای شي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو، زده کوونکو نجونو او د هغوی میندو پرون یو ځل بیا د ځینو سکولونو مخې ته احتجاجي مظاهرې وکړې او په افغانستان کې یې د نجونو د مډل او های سکولونو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغو ښځو له تعلیمه د نجونو محرومه ساتل وغندل او دا یې د هغوی له بنیادي بشري حقونو ښکاره سرغړونه وبلله. دوی د «الفتح»، «ملکه ثریا» او «بي بي سارا» په نومونو د سکولونو مخې ته را ټولې شوې وې او په ټیټ ږغ یې د «بې ډاره تعلیم» په نوم نعرې وهلې.

په احتجاج کې شامله یوه مور وایي ټولې لوڼې یې له تعلیمه محرومه دي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانو نجونو د سکولونو پرانیستلو ته سنجیده پام وکړي:

"زه د څلورو لوڼو مور یم، څلور واړه لوڼې مې بې برخلیکه په کور کې ناستې دي. دوی په یوولسم او دوولسم ټولګیو کې دي او غوښتل یې سږ کال د پوهنتون داخله امتحان ورکړي خو له بده مرغه سکولونه یې بند ساتل شوي دي".

د «درس بې ترس» یا «تعلیم بې ډاره» په نوم کمپاین څو ورځې وړاندې مشهور افغان سندرغاړي فرهاد دریا پيل کړی او په افغانستان کې یې له ټولو نجونو زده کوونکو غوښتي وو چې خپلو سکولونو ته لاړې شي.

هغه په دې اړه پر خپله فیسبوک پاڼه له زده کوونکو نجونو غوښتي وو چې پر خپل ځان باور ولري او د تعلیم لپاره د خپلو سکولونو د بندو دروازو مخته پخپل یونیفارم کې حاضرې شي او بې له نعرو وهلو غلی احتجاج وکړي، وایي د دوی دا سوله ییز احتجاج به ټوله نړۍ خبره کړي.‌ فرهاد دریا په یوه وېډیو کې ویلي:

"څوک چې د یوه سکول ور خلاصوي د یوه زندان ور بندوي، په افغانستان کې د نجونو د سکولونو د بندولو 400 ورځې وشوې، آیا کله مو تصور کړی چې که د افغانستان نیمه ابادي بې تعلیمه لویه شي دا به څومره وحشتناک خوب وي".

بل لور ته د افغانستان لپاره د امریکې سفیره کېرین ډیکر وايي، که افغانان له تعلیمه محروم وساتل شي، هغوی به هیڅکله له فقر او غریبۍ خلاص نه شي.

مېرمن ډیکر چې تېره اوونۍ یې په ترکیه کې له افغانو سوداګرو ښځو سره لیدلي او اوس قطر ته ستنه شوې ده وایي، هلته یې د نجونو تعلیم ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیت په اړه د افغانانو اندېښنې واورېدې. کېرین ډیکر ازادي رېډیو ته ویلي:

"که افغانان ریښتیا هم زد‌کړو ته لاسرسی و نه لري، دوی به هیڅکله فقر ته ماتې ورنه کړي او نه به له نړیوالو سره سیالي وکړای شي."

د بشري حقونو بېلابېلو تنظیمونو،‌ نړیوالې ټولنې، افغانو دیني عالمانو او سیاستوالو هم په وار وار په افغانستان کې د نجونو د مډل سکولونو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی خو د طالبانو حکومت له څه باندې 400 ورځو یا 13 میاشتې تېرېدو وروسته هم لا په کورونو کې ناستو نجونو ته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG