لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي کوریا: د هېلووین لمانځلو غونډه کې 151 کسان په ټېل ماټېل کې مړه شوي، 82 ټپیان


واشنګټن ـــــ د جنوبي کوریا چارواکي وایي زرګونه ځوانان د هېلووین په مناسبت یوه غونډه کې را ټول شوي وو، چې ګڼه ګوڼه زیاته شوه او په ټېل ماټېل کې سلګونه کسان تر پښو لاندې شول.

ځایي رسنۍ اټکل کوي چې په دې غونډه کې یو لک کسانو ګډون کړی وو.

د دې هېواد ایمرجنسي چارواکي وایي پېښه پایتخت سیوول ته نیژدې په ایټېوان سیمه کې د شنبې- خالي په شپه شوې، وایي په ټېل ماټېل کې 151 کسان مړه شوي او 82 نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې هم د ډېرو حالت مرګونی بلل کېږي.

یوې پېغلې وي او اې ته وویل، دا د پېښې په ځای کې پخپلې خور پسې ګرزېدله چې وایي په همدې ځای کې وو، خو وایي وروسته یې د مړیو په فهرست کې د هغې نوم پیدا کړ.

چارواکو د شپې ناوخته په خبري غونډه کې وویل چې په پېښه کې مړه شوي او ټپیان اکثره پېغلې نجونه دي، وایي په دوی کې بهرنیان هم شامل دي.

رپوټونه وایي په مرکزي سیوول کې موجوده ایټېوان سیمه د نایټ کلبونو او میخانو په ډېرښت مشهوره ده چې وایي بهرني او ځایي خلک ورته راځي.

د چارواکو په وینا پرون شپه هم دا سیمه له خلکو ډکه وه، چې وایي‌هر کال ورته خلک د هېلووین لمانځلو لپاره راځي او دلته په دې مناسبت د کال تر ټولو ستر جشن جوړېږي.

په جنوبي کوریا کې د کورونا وایرس له بندیزونو وروسته په تېرو درو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې دومره زیات خلک د هېلووین دودیز جشن ته ورغلي وو.

چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې ګڼه ګوڼه ولې جوړه شوه، خو رپوټونه وایي د هېملټن په نوم هوټل شاته- چې پر لوړ ځای جوړ دی- خلک په ټېل ماټېل کې را رغړېدلي او یو پر بل دپاسه لوېدلي دي.

یوې عیني شاهدې وي او اې ته وویل، د ټېل ماټېل په پیل کې دې فکر کاوه چې پر مځکه پراته خلک په نشه کې او یا هم بې هوشه دي، خو وروسته یې ولیدل چې هغوی ټپیان یا مړه دي.

رپوټونه وایي تر پېښې څو ګنټې وروسته په داسې وخت چې د بیړنۍ څانګې کسانو مړي هلته په کتار کې ولاړو ایمبولنسونو ته خېژول، خو زرګونه کسانو د ایټېوان سیمې د شپې په کلبونو کې جشن ته دوام ورکړ.

چارواکي تر اوسه په مړه شویو کسانو کې دوه بهرنیان ښوولي خو د هغوی په اړه یې هم نه دي ویلي چې د کومو هېوادونو دي، ځکه چې وایي‌ سمدستي یې ځکه نه دي پېژندلي چې ډېرو یې د پېژندنې کارډونه له ځانه سره نه وو ساتلي او ډېرو د هېلووین ځانګړې جامې اغوستې وې.

د جنوبي کوریا صدر یون سک یوول تر نیمې شپې پورې د پېښې په ځای کې د حکومتي چارو څارنه کوله او په یوه بیان کې یې چارواکو ته امر کړی چې د ټپیانو د بیړني علاج ډاډ تر لاسه کړي او د جشن د ځایونو امنیت ته بیا کتنه وکړي.

سپینې ماڼې په یو بیان کې د امریکې د ولسمشر جوبایډن له خولې لیکلي "جیل او زه د سیوول هغو کورنیو ته د زړه له تله تسليت وایو چې په خپل خپلوان یې مړه شوي، موږ د کوریا له خلکو سره غمجن یو او د ټپیانو د ژر جوړېدو په هیله یو".

د یکشنبې- اتوار په سهار چې په پایتخت سیوول کې لمر را وخوت، ایټېوان سیمه له پولیسو ډکه وه او چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې، مړي او ټپیان یې د پېښې له ځایه ټول وړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG