لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې ضمني انتخابات روان دي


د خېبرپښتونخوا په کورمه ضلع کې ضمني انتخابات روان دي، د کورمې د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اې 45 باندې 16 امېدواران په مېدان کې دي چې زياتره پکې ازاد دي.

خو په 16 امېدوارانو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی وزيراعظم عمران خان، د جمعيت علمااسلام جميل خان او جماعت اسلامي شير محمد خان هم شامل دي.

په کورمه کې په اېن اې 45 ضمني انتخابات په 16م اکتوبر ټاکل شوي وو خو بيا ويل شوي وو چې هلته د امنيت له امله دا انتخابات ځنډول شوي او ننۍ نېټه بيا د رايو اچولو دپاره ورکړی شوې وه.

په ياده حلقه د کال 2018 په انتخاباتو کې د اېم اېم اې څخه منير خان اورکزي کامياب شوی او د هغه د مړينې وروسته بيا دغه څوکۍ خالي شوې او په فرورۍ 2021 کې پرې بيا په ضمني انتخاباتو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ملک فخر زمان کامياب شوی وو.

خو فخر زمان چې د قومي اسمبلۍ نه يې استعفا منظور کړی شوې دغه څوکۍ بيا خالي شوې وه.

د الېکشن کمېشن ترمخه په کورمه کې د ننیو انتخاباتو دپاره 143 پولینګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې 119 حساسې ګرځول شوي دي.

ويل شوي په اېن اې 45 کورمه کې د رجسټرډ ټولو ووټونو شمېره يو لک 98618 ده چې پکې د ښځو ووټرانو شمېره 87269 ده او پاتې نور سړي دي.

د چارواکو په وينا د انتخاباتو په مهال د پوليس، اېف سي او پوځ سرتيري د امنيت دپاره په ځای کړی شوي دي.

په 16م اکتوبر ترسره شوو ضمني انتخاباتو د قومي اسمبلۍ په اته څوکو کې په شپږو عمران خان کاميابي ترلاسه کړې وه، په دغو حلقو کې د چارسدې، مردان او پېښور حقلې هم شامل وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG