لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایمنیسټي انټرنېشنل: د جرمونو نړیوال عدالت باید د افغان جګړې د ټولو اړخونو په اړه پلټنه وکړي


واشنګټن ـــــ د بشري حقونو لپاره کار کوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هیله څرګنده کړې چې د جرمونو نړیوال عدالت به په افغانستان کې د جنګي او د بشرضد جرمونو په اړه هراړخیزې پلټنې وکړي.

د ایمنیسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اېشیا د څانګې مشرې یمیني میشرا د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، د ای سي سي څارنوال باید له دې موقعې ګټه واخلي او سمدستي د جګړې د ټولو اړخونو په اړه تحقیقات پیل کړي:

"روانه اوونۍ د جرمونو د نړیوال عدالت پرېکړه په افغانستان کې انصاف ته د اوږده انتظار لپاره، په ځانګړې توګه د طالبانو او حقاني شبکې له خوا د ترسره شویو جرمونو د قربانیانو لپاره یوه هیله ده".

د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت یا انټرنېشنل کرېمينل کورټ ججانو د اکتوبر پر 31مه په افغانستان کې د جنګي او انسانیت خلاف جرمونو په اړه د تحقیقاتو د بیا شروع کولو اجازت ورکړی وو.

یمیني میشرا زیاتوي، په پلټنو کې د ښه پرمختګ لپاره مدافع وکیلان ځینو هغو اغېزمنو خلکو ته په رسېدو کې باید سمدستي بیاکتنه وکړي چې مقدمو ته یې تر اوسه پاملرنه نه ده شوې او یا د عدالت لپاره له زورواکو مجرمانو پوښتل کېدل یې منع کړي دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل وایي په حقیقت کې د ټاکل شوي بجټ لپاره اوس هیڅ جواز پاته نهدی، ځکه چې وایي تېر کال دې عدالت د پام وړ رضاکارانه مرسته او کسان موندلي،‌ چې ځینې یې باید د افغانستان لپاره بشپړې څېړنې ته ځانګړي شي. مېرمن میشرا وایي:

"د څارنوال [پراسیکیوټر] دفتر باید پر خپل ټاکونکي چلند له سره غور وکړي، چې د زورورو اړخونو په اړه پلټنو ته لومړیتوب ورکړي لکه د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو، امریکایي پوځ او سي ای اې په اړده چې د افغان جګړې له ټولو اغېزمنو سره انصاف وشي."

یو کال مخکې د عدالت وکیل پراسېکیوټر کریم خان اعلان کړی وو چې په افغانستان کې د ای سي سي تحقیقات بیا شروع کول غواړي ځکه چې د طالبانو د واکمنېدو نه پس د موثره تحقیقاتو امکان نشته.

د طالبانو مرستيال ترجمان بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي چې د اسلامي امارت د راتګ وروسته په هېواد کې جګړه شتون نه لري چې پکې جرمونه وشي.

هغه زیاته کړه په تېرو شلو کلونو کې چې د بهرني ځواکونو په موجودګۍ کې که کوم جنګي جرمونه شوي د هغې په اړه ايي سي سي کولی شي خپل تحقيقات وکړي۔

ای پي وايي د ايي سي سي ججانو په 2020م کال کې د کریم خان د پېشرو فاتو بنسودا په وخت کې په افغانستان کې د افغان حکومتي عسکرو، طالبانو، امریکايي ځواکونو او د امریکې په شمولو د نورو خارجي استخباراتي ادرو د لاسه د مبینه جرمونو د تحقیقاتو اجازت ورکړی و.

امریکي دغه تحقیقات رد کړي وو. امریکا د ايي سي سي رکنیت نه لري او عملداري يې هم نه مني. د امریکي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په بنسودا پابندي لګولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG