لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس په یو نایټ کلب کې د اور لګېدو په پېښه کې 13 تنه مړه شوي


واشنګټن ـــــ د روس په کوسټروما ښار کې د جمعې او شنبې- خالي په منځنۍ شپه په یوه نایټ کلب کې د اور لګېدو له کبله لږ تر لږه 13 کسان مړه شوي دي، چارواکي وایي کېدای شي اور د کلب یو غړي لګولی وي.

یو عیني شاهد رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي، "لمبې ډېرې وېروونکې وې، په یو وخت څو ځایه اورونه بل وو".

د کوسټروما سیمې ګورنر سرګي سیټنیکوف تایید کړې ده، چې د اور لګېدو په نتیجه کې 13 کسان مړه شوي او پینځه نور برسېرن ټپیان شوي دي.

د روس تاس خبري ایجنسۍ وایي، اور د شپې شاوخوا دوه نیمې بجې هغه وخت په یو تفریحي ځای پولیګان کې ولګېد چې یو سړي د چت خواته د اورشیندونکي ټوپک په وسیله ډزې وکړې. وایي په دې ځای کې یوه میخانه، هوټل او د نڅا ځای هم وو.

کوسټروما سیمه د ماسکو شمال ختیځ لور ته د شاوخوا 300 کیلومیټره په فاصله پرته سیمه ده. تاس ایجنسۍ د یوه عیني شاهد په حواله لیکلي:

"کوټه په ډېرې چټکۍ سره له لوګي ډکه شوه او د وتلو د لارې لیدل ډېر ستونځمن وو، خلکو د ویرې په حالت کې یو بل ته دیکې ورکولې".

د سي این این د رپوټ له مخې د روس د کورنیو چارو وزارت د رسنیو د ویبپاڼې په وینا، پولیسو هغه 23 کلن مشکوک تن پېژندلی او نیولی دی چې ورباندې د اور لګولو ګومان کېږي.

د روس د پلټنو کمېټۍ په یو بیان کې ویلي، "د اور لګېدو له کبله 13 کسان مړه شوي، د مړو او ټپیانو د شمېر تصدیق روان دی".

پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې د خلکو چیغې اورېدل کیږي او ښکاري چې په چت باندې د لګېدلي اور لمبې او لوګي بهر پسې پراخېږي.

د پلټونکو ادارو له خوا په خپره شوې وېډیو کې لیدل کېږي چې اوروژونکي د اور په لمبو کې را ګېره نړېدلې ودانۍ باندې اوبه پاشي.

ژغورونکو اور 3,500 مربع میټره سیمه نیولې او وژل کېدو یې پینځه ګنټې وخت اخیستی. وایي د لمبو په منځ کې یې له ودانۍ څخه 250 کسان را ایستلي دي.

په 2009م کال کې د روس په «پرم» ښار کې هم د «لېم هارس» په نوم نایټ کلب کې د اور لګېدو په پېښه کې 156 کسان مړه شوي وو او تر هغه وروسته په دې هیواد کې له دې کبله د اور وژنې د سختو قوانینو غوښتنه شوې وې چې تل پکې د اور لګېدو داسې پېښې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG