لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوریا د امریکې دعوې رد کړې چې وایي‌ روس ته یې راکټونه او ګوله بارود ورکړي


واشنګټن ـــــ شمالي کوریا د امریکې هغه دعوې رد کړې چې وایي د اوکراین د جګړې په لا تودولو کې له روسي پوځ سره د توپونو د ګولو او ګوله بارودو مرسته کوي. امریکې په دې وروستیو کې تور پورې کړی وو چې روس له شمالي کوریا سره د راکټونو د ګولیو او ګوله بارودونو په اړه رابطه کړې ده.

د شمالي کوریا سرکاري مېډیا د دې هیواد د ملي دفاع وزارت د بهرنیو پوځي اړیکو د مرستیال د یوه بیان له مخې ویلي چې "امریکې په دې تازه وخت کې د شمالي کوریا او روس تر منځ د وسلو د معاملې په هکله بې بنسټه اوازې خپرې کړې دي."

په بیان کې دا هم ویل شوي چې امریکا دا ډول اوازې په نړیواله کچه د شمالي کوریا د بدنامولو لپاره کوي.

د شمالي کوریا دې اعلی چارواکي ویلي، "موږ یو ځل بیا سپینه خبره کوو چې له ماسکو سره مو د وسلو هیڅ ډول سودا نه ده کړې او نه یې هم په راتلونکې کې د کولو پلان لرو".

د امریکې استخباراتو په دې وروستیو کې تایید کړې ده چې روس له شمالي کوریا سره د راکټونو او توپونو د ګولیو د تر لاسه کولو لپاره خبرې کړې دي.

شمالي کوریا په تېرو کلونو کې په لسګونو ایټمي تجربې کړې دي چې پکې ایټمي توان لرونکي توغندي هم شامل دي چې د امریکې د ویشتلو وړتیا لري. شمالي کوریا امریکې ته پخپلو توغندیو او توپونو سره ګواښ کړی او دعوه یې کړې چې کولای شي پر خپل ګاونډي جنوبي کوریا او د امریکې پر اهدافو "بې رحمه" بریدونه وکړي.

د روس «دي کامرسېنټ» ورځپاڼې د سه شنبې- نهې په ورځ دعوه وکړه چې د امریکې او روس تر منځ د سټرېټیجکو ایټمي وسلو په اړه خبرې روانې دي. ورځپاڼې د څلورو سرچینو په وینا- چې له دغو خبرو اترو خبر دي- ویلي چې کېدای شي دغه خبرې په منځني ختیځ کې وشي.

د امریکې او روس ترمنځ د ایټمي وسلو د کمولو پر سر د «سټارټ» په نوم د نوي‌ تړون خبرې اترې د فرورۍ پر 24مه نېټه پر اوکراین د روس تر برید وروسته ځنډېدلې دي.

اوکراین د روسي ځواکونو په وړاندې په جګړه کې له مځکې هوا ته د نېشنل ایډوانسډ یا پرمختللي ملي توغندیو سیسټمونه او د اسپایډ په نوم د هوایي دفاع سیسټمونه ترلاسه کړي دي. دا خبره د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف پرون پخپل یوه ټویټ کې لیکلې ده، هغه وایي:

"موږ به د دښمن د اهدافو ویشتلو ته دوام ورکړو چې پر موږ برید کوي. موږ د خپلو ملګرو ناروې، سپېن او امریکې مننه کوو".

تېره میاشت د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي وو چې امریکې د اوکراین د بجلۍ پر بنیادي اډاڼه او ودانیو باندې د روس تر بریدونو وروسته اوکراین ته د ډېر پرمختللي او پېچلي NASAMS یعنې «له مځکې هوا ته میزایل ویشتونکي سیسټم» ور لېږل زیات کړي دي.

په لندن کې د دفاعي څېړنو یوې ډلې «رایل یونایټیډ سروسز انسټیټیوټ» ټینګار کړی چې اوکراین ته د توغندیو او ډرون بریدونو په وړاندې د لویدېځو هېوادونو د وسلو او ګوله بارودو د ور لېږلو بیړنۍ اړتیا ده. دې څېړنیزې ادارې په یوه رپوټ کې وویل:

"لوېدیځ باید سمدستي د اوکراین د فضایي دفاعي صلاحیت د پیاوړي کولو د اړتیا په اړه له خوشفهمۍ ډډه وکړي، دا یواځې د اوکراین د موبایلSAM یعنې [له مځکې هوا ته د توغندیو] سیسټمونو په تباهۍ کې د ناکامۍ له کبله ده چې روس د دې توان نه لري چې په اغېزمنه توګه د خپل فکسډ-وینګ بمبار او څو رول تر سره کوونکې جنګي بېړیو ممکنه دروند هوایي ځواک وکاروي او اوکراین په نخښه کړي".

بل لور ته د برتانیې د دفاع وزارت د دوشنبې- ګل په ورځ وویل، پر اوکراین د برید په مهال د روسي الوتکو د تجربه لرونکې عملې بایلل د ماسکو د "هوايي برترۍ د کموالي" سبب کېږي او کېدای شي د کمزورې روزنې او د ناوړه فضایي دفاع له کبله یې خطرونه نور هم زیات شي.

برتانیې پر ټویټر په یوه تازه خبر کې ویلي چې امکان نه لري د روس د فضایي جګړې صلاحیت په راتلونکو څو میاشتو کې بدل شي. وایي "د روس د الوتکو زیان کېدای شي د نويو هوایي چوکاټونو جوړولو لپاره د دوی تر وړتیا ډېر زیات وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG