لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د منځمهاله ټاکنو نتایج ځنډېدلي: د اپوزیشن ریپبلکن ګوند د کامیابۍ پېشبینۍ کېږي


واشنګټن ـــــ په امریکا کې د وړمې ورځې په منځمهاله ټاکنو کې د ریپبلکن او ډیموکرېټ ګوندونو تر منځ د سختې سیالۍ رسمي نتایج لا نه دي اعلان شوي او چارواکي وایي کېدای شي څو ورځې وخت واخلي، خو ځینې رسنۍ بیا پېشبیني کوي او وایي‌ ریپبلکن به د استازو د جرګې هغه پینځه څوکۍ وګټي چې د واک لپاره ورته اړتیا لري. ولسمشر جوبایډن د خپل ګوند کامیابۍ ته هیله من دی.

د اکتوبر پر اتمه په امریکا کې په میلینونو کسانو د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې برخه واخیسته او ددې هېواد د سېنټ له سلو څوکیو څخه یې د 35 او د استازو جرګې د ټولو 435 څوکیو لپاره یې رایې ورکړې.

تر دغو ټاکنو مخکې ځینو څارونکو له رسنیو سره په خبرو کې پېشبیني کړې وه چې کېدای شي اپوزیشن ګوند ریپبلکن د استازو په اېوان او کېدای شي په سېنټ کې هم کنټرول تر لاسه کړي او دې خبرې د ریپبلکن ګوند چارواکي ډاډمن کړي چې د ډیموکرېټ ولسمشر جوبایډن به د ولسمشرۍ د څلورکلنې مودې په دویمه نیمایي کې د خپلو پالیسیو په تر سره کولو کې ناکامه کړي.

د امریکا سي بي سي نیوز د پېشبینۍ له مخې ریپبلکن ګوند د استازو د اېوان 198 څوکۍ ګټلې دي او ډیموکرېټانو یې 180 څوکۍ خپلې کړې دي. وایي تر اوسه د استازو جرګې د 57 نورو څوکیو په اړه نتایج لا معلوم نه ‌دي.

د سېنټ سل څوکۍ د دواړو ګوندونو تر منځ وېشلې دي او پنځوس پنځوس څوکۍ لري، خو ډیموکېټانو په پنسلوېنیا ایالت کې د ریپبلکنو تر واک لاندې څوکۍ کنټرول واخیست، په څلورو نورو ایالتونو اریزونا او نیواډا، ویسکانسن او جورجیا کې لا هم وروستۍ نتیجې مخې ته دي راغلې.

ددغو ټاکنو وروستۍ نتیجې به وښيي چې ریپبلکن ګوند د کانګرس د اکثریت او مشرۍ لپاره غوره کیږي او که به د ولسمشر جو بایډن د ډیموکرېټ ګوند په کانګرس کې د مخکې غوندې خپل اکثریت وساتي.

که ریپبلکن ګوند بریالی شي نو کولای شي په راتلونکو دوو کلونو کې د ولسشمر جو بایډن د واکمنۍ په دویمه نیمایي کې د هغه د ډېرو تګلارو مخه ونیسي او په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د یوه بل دوه اړخیز حکومت پړاو پيل کړي.

د امریکایي سیاستوالو تر منځ دا مهال د روس او اوکراین د جګړې موضوع هم توده ده. له هغه وخته چې روس پر اوکراین یرغل کړی، ولسمشر بایډن اوکراین ته د 60 اربه ډالرو په ارزښت مرسته او وسله ورکړې ده.

په منځمهاله ټاکنو کې د ریپبلکن ګوند له لوري د استازو اېوان د اکثریت ګټلو په صورت کې دا امکان څرګند شوی چې اوکراین به د امریکې دا پراخ ملاتړ وبایلي. دا اټکل هم کېږي چې د ریپبلکنو له کامیابۍ سره به کېوین مککارتي د استازو جرګې مشر شي چې د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ ډیر نیژدې ملګری دی.

سږ کال په منځمهاله ټاکنو کې د امریکې د سېنټ تر درېیمې برخې ډېر غړي بیا ټاکنو ته ولاړ وو. ریپبلکنو ته اړتیا ده چې د ډیموکرېټانو تر کم اکثریت د مخکې کېدلو لپاره یواځې یوه اضافي څوکۍ وګټي.

په فلورېډا کې دیموکرېټان له لومړۍ ماتې سره مخامخ شوي دي او د سېنټ د غړیتوب لپاره مېرمن وال بي ډېمینګز د خپل ریپبلکن سیال مارکو روبیو په وړاندې ناکامه شوې ده.

د سېنټ لپاره سیالي ډېره نیژدې روانه وه او دا ګرانه ده چې د یو ګوند د کامیابۍ اټکل وشي. په جورجیا کې د رایو له شمېره معلومېږي چې د ریپبلکن هرشل واکر او ډیموکرېټ رافیل وارناک تر منځ رایې تقریباً په مساوي ډول وېشل شوې وې.

تر اوسه د راغلیو نتایجو په اساس واکمن ډیموکرېټ ګوند په منځمهاله ټاکنو کې یو شمېر څوکۍ بایللې دي، د جورجیا ځینې رایه ورکوونکي وایي دا ټاکنې د دوی لپاره یو فرصت دی چې له بایډن څخه خپل خفګان ښکاره کړي. یوه رایه ورکوونکې بیټسي نینیک وایي:

"زه فکر نه کوم هغه [بایډن] به خپلې اکثریت پرېکړې خپله کړې وي، هغه د کیڼ اړخو په ځانګړې توګه د هغوی د ځانګړو ګټو استازی دی."

ډیموکرېټانو په پایتخت واشنګټن ډي سي او د ویرجینیا ایالت په څو ښارګوټو کې ځینې مهمې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړي دي.

د رایو اچولو او شمېرلو د ځنډ په اړه جلا رپوټونه خپاره شوي دي، ځینې یې سبب د مشینونو خرابوالی ګڼي خو چارواکي وایي‌ په مجموعي ډول په ټوله امریکا کې خلکو په سمه توګه رایې یا ووټونه اچولي دي او تمه لري چې په راتلونکو څو ورځو به کې د ټاکنو وروستۍ نتیجې اعلان کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG