لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جو بايډن د ايجنډې مهمې نقطې د ميانمار شخړه او د شمالي کوريا دړکه ده


واشنګټن- د امريکا ولسمشر جو بايډن د دې اوونۍ د کمبوډيا سرښار نوم پېن ته سفر او په غونډو کې د ګډون او وينا مهمې نقطې په ميانمار کې زياتېدونکی تشدد او د شمالي کوريا لخوا د دړکو په موضوګانو د ايشيايي ملکونو د مشرانو سره پرې خبرې اترې کول د ملاقاتونو ايجنډا ده.

د امريکا د قامي سلامتيا سلاکار جيک سوليوان څوک چې د بايډن سره په سفر کې ملګری دی ميډيا ته ويلي “ولسمشر به دا موقع داسې په کار راولي چې څنګه د ميانمار د حکومت خلاف همکاري زياته کړي او زور ورله ورکړي چې د خپل ولس سره د زور زياتي نه لاس واخلي ځکه چې ياد هېواد د جمهوريت نه بې لارې کړل شوی او امريت ته تلی دی”.

په فيبرورۍ کال 2021 کې پوځ په ميانمار کې واک تر لاسه کړی.

بايډن د خالي/شنبې په ورځ کمبوډيا ته رسېدلی چې په لاره يې د څه وخت د پاره د مصر په شرم الشيخ کې د ملګرو ملتونو لخوا راجوړ کړل شوي د موسمي بدلون په کانفرنس کې هم ګډون کړی.

په نوم پېن کې به هغه د سويلي ايشيايي هېوادونو د ايسوسي ايشن په غونډه کې ګډون کوي او د دې تر څنګ به د ختيځې ايشيا د هېوادونو اسيان په غونډه کې برخه اخلي چې پکې اسټريليا، چين، هندوستان، جاپان، نيوزيلينډ، سويلي کوريا، روس او امريکا هم ګډون کوي.

بايډن د اتوار/يک شنبې په ورځ د انډونيشيا بالي سيمې ته سفر کوي چرته چې به هغه د جي-20 هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي.

د اسيان مشرانو د جمعې په ورځ د ميانمار پوځي واکمنو ته خبرداری ورکړی چې په کال 2021 کې د مشترکه امن پلان د عمالي کولو په اړه دې کوټلي ګامونه پورته کړي ګني هم دغه شان به ياد هېواد د بلاک د غونډو نه بهر وساتل شي.

په اکتوبر کې د زيات شوي تشدد په سر د لسو هېوادونو اتحاد متفقه پرېکړه کړې چې د انګ سان سو چي د منتخب حکومت تخته اړونکي پوځي جنرل مين انګ هلينګ ته د بلاک په غونډه کې ځای ورنکړي او ميانمار پکې يواځي غير سياسي نمايندګي ولري.

د ملګرو ملتونو د شمارو تر مخه په ميانمار کې د ديارلس ميلين نه زيات خلک د لوږې سره مخ دي او نزدې 1.3 ميلين خلک د پوځي عملياتو، زور زياتي، بمبارۍ، کورونو سوزولو او وژنو د لاسه بې کوره شوي دي.

د انډونيشيا ولسمشر جوکو ويډوډو ويلي هېواد يې د ميانمار په حال ډېر انديښمن دی او دا د اسيان د پاره د خفګان خبره ده.

روس نه يواځې د ميانمار ملګرتيا کوي بلکې وسلې ورته هم ورکوي او بلخوا چين او روس په ملګرو ملتونو کې د ياد هېواد دفاع کوي چې تر اوسه يې نړيواله اداره د کوم ګام اخستلو نه لرې ساتلې ده.

سوليوان ويلي په نوم پېن کې به بايډن د خپل جاپاني او د سويلي کوريا پلويانو مشرانو سره ويني چې د انډو فيسپېک په فراخه امنيت او د شمالي کوريا د ميزايلو او ايټمي پروګرام د خطر په اړه خبرې اترې وکړي.

شمالي کوريا په نزدې وخت کې د سويلي کوريا سره په پوله خپل نور ځواکونه ګمارلي چې د روانو پوځي عملياتو برخه يې ګرځولې ځکه چې شمالي کوريا وايي دا دغلته د سويلي کوريا او د امريکايي ځواکونو موجودګۍ ته يو ځواب دی.

سوليوان ويلي بايډن به په بالي کې د چين صدر ژي جېن پېن سره هم دا مسله پورته کوي ځکه چې پيانګانګ په ټوله خطه کې د خطرې علامت جوړ شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG