د برتانيې د دفاع وزارت د استخباراتي معلوماتو په اساس په ټويټر لیکلي دي چې که هر څه د خېرسان نه د روس د ځواکونو وتل د ماسکو د اعلان دوه ورځې وروسته پېل شوی دي خو دا ډېره ممکن ده چې په خېرسون کې د روس د ملاتړي مشرانو د خوا په دويشتم اکتوبر خلکو ته د سيمو نه د وتلو د غوښتنو په وخت کې دا عمل پيل شوی وو.
د برتانيې په رپورټ کې ویل شوي دي چې دا ډېر امکان لري چې په ورستیو اونیو کې د عامو خلکو وتلو په وخت د روس ځواکونه هم د عامو خلکو په جامه کې د خپلو پوځي الاتو سره له سيمې وتلی وي.
د اوکراېن ځواکونه په تادې کې د روس د ځواکونو د وتلو وروسته د جمعې په ورځ خېرسان ښار ته ورننوتی وو. د وي او ای په رپورټ کې ویل شوي دي چې کله اوکراېني ځواکونه ښار ته ورننوتل نو په کلیو کې پټ شوي خلک د دوي هرکلي ته راوتلل. او د روس د ځواکونو د لوټ مار او د عامو خلکو د وژنې د وحشت کېسې يې کولې.
د اوکراېن صدر وېلادیمیر زېلېنسکي د جمعې په ورځ په خپله وېنا کې دا یوه تاريخي ورځ بللی ده او ویلی دي چې دوي به خېرسان بېرته ترلاسه کوي.
زېلېنسکي زیاته کړی چې په ښار او شوخوا سيمه کې روسي ځواکونو په لوې شمېر کې ځمکني ماېنونه خښ کړي دي او دا چې د اوکراېن ځواکونه به ډېر زر د دې په لېرې کولو لاس پورې کوي.
روس د جمعې په ورځ ویلی دي چې دوي د ډېنېپرو سيند د مغربي غاړې نه خپل ټول ځواکونه او پوځي سامانونه ويستلی دي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د روس پوځیان د سيمې نه په بیړه د وتلو بیا جلا کېسۍ کوي. د روس یو پوځي کېسه کړی ده چې څنګه ده او د ده سره نورو پوځیانو ته امر وشو چې د عامو خلکو په جامه کې سیمه پرېږدي او بیا دا چې د تېښتې په وخت څنګه ځني پوځیان په سېند کې لاهو شول.
د اوکراین د د فاع د استخباراتو څانګې ویلی دي چې د روس کوم ځواکونه په شا پاتې شوی وو، هغوي د وسلو غورځولو په ځای سېند کې مرګ غوره کړی دی.
روس په اوکراین د یرغل سمدستي ورسته خېرسون باندې قبضه کړی وه.
مغربي هېوادونو دا تمه نه لرله چې روس به دومره په چټکۍ سره علاقه پرېږدي.
د اوکراین راتلونکې او د نړیوالو تازه مرستې:
د اوکراېن چارواکو ویلی دي چې دوي د خپل مستقل دفاع د پاره لوظنامې کوي او دفاعي اډانه ودروي او هڅې کوي چې په راتلونکو کلونو کې د اسرايل غوندې خپلواکه شي.
د ملګرو ملتونو یو شمېر مشرانو د جمعې په ورځ د روس د چارواکو سره په جېنوا کې لېدلی دي او په تور سمندر کې يې د صادارتو په اړه د ماسکو د غوښتنو په سر خبرې کړی دي.
دا غونډه په داسې وخت کې شوی چې اته ورځې وړاندې روس د اوکراېن غلې ته د محفوظ لارې د نه ورکولو اعلان کړې وو. روس بیا دا فېصله د ضمانتونو ورستو واپس کړه.
د وي او ای د رپورټ ترمخه د فرورۍ د میاشتې په څليريشتمه نېټه په اوکراین د روس د یرغل راهسې په زرګونو خلک مړه شوی دي، په میلینونو بې کوره شوی دي او د اوکراین ښارونه تباه کړل شوی دي.
د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو ویلی وو چې د اوه اشاريه شپږ میلينه نه زیات اوکراینیان یورپ ته کډی کړی دي. په دې کې دوه اشاريه اته پنځه ملينه روس ته په کډه ورغلی دي.
وي او ای د راېټرز خبري ادارې ترمخه ویلی دي چې تر اوسه په جنګ کې د روس د یو لاک نه تر د دوو لکو پورې او د اوکراېن تر یو لاک پورې پوځیان وژلی شوی دي. دغسې د جنګ جګړې په وخت ډزو کې تر څلوېښت زرو عام خلک هم وژل شوي دي.
برسلز او ملګرو یې د جمعې په ورځ د اوکراین د غلې او نورو صادراتو او وارداتو کې د استانتیاو پېدا کولو د پاره د یو بلين ډالرو د مرستو اعلان کړی دی.
بلې خوا د خالي یا شنبې په ورځ د برتانيې د دفاع وزارت ویلی دي چې د خېرسان نه د روس د ځواکونو وتل ښیي چې د ډېنېپرو سيند په لویدیځه سيمه کې روس د ځواکونه د ستونزو سره مخ دي.
یورپين کمېشن، یورپين اېنوېسټمېنټ بېنک، د بیا ودانۍ او د ترقۍ د پاره يورپین بېنک او نړيوال بېنک به د یو والي یا د (سولېډېريټي لېنز) د ښه کولواو پراخولو د پاره پېسې لګوي.
دا هاغه لارې دي چې ورسره تمه ده اوکراین به د یورپ د محفوظو بندرونو د لارې نړيوالې منډې ته د خپلو زرعي یا کرنیزو توکیو صادارت وکولای شي.