لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هېوادونه دې يو بل ته لاس ورکړي چې خطرناکو ملکونو ته اړتيا ختمه شي، د امريکا وزارت خزانه


د امریکا د خزانې وزېره جنېت یلېن
د امریکا د خزانې وزېره جنېت یلېن

‎واشنګټن- د امريکا د وزارت خزانه سيکرټري جينېټ يلن د جمعې په ورځ په نوي ډيلي کې ويلي هم خياله هېوادونو له يو ځای کېدل پکار دي چې په نړيوال اقتصاد د خطرناکو ملکونو اغېزې کمې شي.

د هند په دوره تللې د امريکا چارواکې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو د لا مظبوطولو په لړ کې ويلي “مونږ د هند په رنګ د اعتماد وړ دوست هېواد سره اقتصادي او کاروباري اړيکې نورې ژوروو”.

يلن ويلي امريکا په دې کار کوي څنګه د مال رسولو لړۍ د بهرني خطر نه خوندي وساتي او د دې د پاره يې د فرېنډ شورينګ کلمه وکاروله او ويې ويل د هغه هېوادونو نه به يې لرې وساتي چې جغرافيايي سياست او نړيوال امنيت ته خطره ده.

د مايکرو سافټ په يوه اداره کې د وينا په وخت اغلې يلن وويل “د ډېر وخت په نړۍ کې په خطرناکو هېوادونو د حد نه زيات انحصار جوړ شوی او لا يواځې د ضرورت ذريعه منل شوې”.

په تېرو څو کلنو کې د کوېډ 19 او روس اوکرين د جګړې په وجه نړيوال کاروبار اغېزمن شوی.

هغې وويل “د مثال په توګه څنګه ورانکاري کولی شي چې د روس سره د تجارت د پاره خپلې منډيانې وکاروي چې د دې په بدل کې په نړيوال سياست اغېزې ولري او لا د خپلو ګټو د پاره نړيوال تجارت ګډ وډ کړي”.

يلن وويل ماسکو خپل قدرتي تېل او ګيس د يورپ خلاف تر ډېره حده لکه د وسلې استمال کړل.

هغې وويل په ډېرو سيمو کې د رسد نوې نوې لړۍ جوړيږي چې د ايشيا نه تر يورپ پورې رسي.

يلن وويل “مونږ دا هم وينو چې غربي کمپنۍ اوس د چين نه پرته هم د خپل رسد لړۍ غځوي او د ټېکنالوجي کمپنۍ لکه د مثال په توګه ايمازون او ګوګل په هند او ويټنام کې سرمايه کاري کوي”.

په غونډه کې ګډون لرونکې د هند د وزارت خزانه وزير نيرملا سيتارامن وويل چې نوی ډيلی د امريکا سره خپل تعلق ته درناوی ورکوي او يو باوري ملګری يې بولي.

دواړه هېوادونه به د نړيوال اقتصادي چيلنجونو په حقله په شريکه کار وکړي او زياته يې کړه د هند او امريکا تر منځ تجارت زيات شوی چې تېر کال هند د امريکا تر ټولو غټ تجارتي پارټنر ګرځېدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG