لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سفیرې او ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو له خوا پارکونو ته د ښځو پر تګ د بندیز مخالفت کړی


واشنګټن ـــــ په افغانستان کې پارکونو ته د ښځو پر تګ د بندیز خلاف غبرګونونه لا هم را روان دي، د افغانستان لپاره د امریکې سفیرې او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د طالبانو د دې پرېکړې مخالفت کړی خو طالبان وایي ښځو په پارکونو کې له سړیو د بېلوالي او حجاب پابندي نه کوله ځکه یې دا اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت په خپله تېره شاوخوا پینځلس میاشتنۍ موده کې په افغانستان کې د اقتصادي پلانونو، تعلیم، روغتیا او د خلکو د حالت د ښه کولو پر ځای پر ښځو بندیزونه زیات لګولي او د تېرو شلو کلونو ازادي یې ترې اخیستې ده، چې له همدې کبله خپله د افغانانو او د نړیوالو له مخالفت سره مخ شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکې سفیره کېرین ډیکر- چې دفتر یې په قطر کې دی- په تېرو ورځو کې پاکستان ته تللې وه او هلته یې له یو شمېر افغانو ښځو سره لیدلي وو. هغې پر ټویټر لیکلي چې پرون له اسلام اباده د روانېدو په وخت خبره شوه چې په افغانستان کې ښځې پارکونو ته له تلو منع شوې دي، وایي که دا ریښتیا وي نو دا کار هیڅ جواز نه لري. مېرمن ډیکر پر ټویټر لیکلي:

"ښځې هم د سړیو غوندې پارکونو ته د تلو حق لري، بل دا چې دوی د ماشومانو پالنه کوي چې تازه هوا او له کوره وتلو ته اړتیا لري. دا د ښځو، د ماشومانو او د افغانستان لپاره بده پرېکړه ده".

افغانې ښځې وایي جنګونو او وروستیو بندیزونو په ذهني ناروغیو اخته کړې دي، ځکه نو اړتیا لري چې دوی هم له خپلو ماشومانو سره د پام بدلولو لپاره پارکونو ته لاړې شي. یوه افغانه ښځه هادیه اسلمي اې ایف پي خبري ایجنسۍ ته وایي:

"د ښځو لپاره پارکونه بندول ښه کار نه دی ځکه چې نارینه او ښځې دواړه تفریح ته اړتیا لري. که ښځې یواځې په کور کې وي او کارونه کوي زړونه یې تنګېږي. دوی باید په اوونۍ کې یو ځل پارک ته لاړې شي، تفریح د هر انسان حق دی".

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل هم پارکونو ته د ښځو پر بندیز غبرګون ښکاره کړی او وایي دا په افغانستان کې د ښځو پر حقوقو یو بل ګذار دی.

دغه اداره وایي د طالبانو له خوا پارکونو ته د ښځو د بندیز په اړه هر ډول پرېکړه باید سمدستي بیرته واخیستل شي ځکه چې وایي‌ د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو په حقونه باندې مسلسل په منظم ډول بریدونه کېږي.

ایمنیسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان په څو پرله پسې ټویټونو کې پر نړیوالې ټولنې ږغ کړی چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو او د نورو خلکو د حقونو پر منظمو مصیبتونو سترګې پټې نه کړي. ایمنیسټي لیکلي:

"د طالبانو له واکمنېدو سره ښځې له خپلو بنیادي حقونو لکه له ازاد تګ راتګ، تعلیم- چې تر شپږم پورته نجونو سکولونه بند ساتل شوي- او په سیاست کې له ګډونه منع کړل شوې دي".

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نومبر پر 10مه وویل، چې له دې وروسته ښځې له پارکونو سره سره ورزشي کلبونو او د سینګار ځایونو ته هم نه شي تلای.

د دې وزارت ویاند عاکف مهاجر وایي، طالبانو په تېرو پینځلسو میاشتو کې تر خپله وسه هڅه وکړه چې ښځې له پارکونو منع نه کړي خو وایي هغوی ټاکلي اصول عملي نه کړل:

"اسلامي امارت هڅه وکړه چې د خویندو لپاره د تفریح ګاه اجازه وشي او هغوی په اسانه سره تفریح ګاهو ته لاړې شي خو نه پارکونو والا سمه همکاري کوله او نه خویندو په سمه توګه حجاب مراعت کاوه، د اوس لپاره همداسې [د بندیز] امر شوی".

ایمنیسټي‌ انټرنېشنل اندېښنه ښکاره کړې، وایي‌ طالبانو هغه ادارې هم ختمې کړې دي چې د تېر افغان حکومت په مهال یې له ښځو سره د کورني تاوتریخوالي ستونځې حل کولې، وایي طالبانو څو ورځې وړاندې د څو ښځینه فعالانو په ګډون سوله ییزې احتجاج کوونکې په غیرقانوني توګه نیولې، بندي کړې او ځورولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG