لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په ټیکساس کې دوې پخوانۍ تاریخي الوتکې تر جنګېدو وروسته لوېدلې او تباه شوې دي


واشنګټن ـــــ د امریکې د ټیکساس ایالت په ډلس ښار کې دوې تاریخي پوځي الوتکې د هوایي نندارې په مهال سره جنګېدلې او لاندې را لوېدلې دي، خو تر اوسه نه ده معلومه چې په دغو الوتکو کې څومره کسان سپاره وو یا پر مځکه چاته زیان رسېدلی که نه.

د یادګاري هوایي ځواک مرستیاله مشره لیه بلاک- چې د امریکایي پوځیانو په یاد یې دغه ننداره ترتیب کړې وه او د لوېدلې الوتکې مالکه ده- اې بي سي نیوز ته وویل، ګومان کوي چې په بي-17 جنګي جهاز کې پینځه تنه او په بله پي-63 جنګي کینګ کوبرا الوتکه کې یو تن سپور وو.

دا پېښه د ډلس ښار په ایګزیکټیو هوایي میدان کې په ځایي وخت ماسپښین مهال شوې ده او پر ټویټر خپرې شوې وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې دواړه الوتکې ناڅاپه سره راځي، سره ټکر کېږي او په هوایي کې له تور لوګي پورته کېدو سره پر مځکه لوېږي او اور پرې بلېږي.

د ژغورنې عمله د پېښې ځای ته ورغلې ده، د ډلس ښار مېر یا ښاروال ایریک جوهنسن وایي، د ملي ټرانسپورټ د خوندیتوب بورډ عملې له ځایي پولیسو او اوروژونکو په مرسته د پېښې سیمه په ولکه کې اخیستې ده.

د پېښې یو عیني شاهد 27 کلن انتوني مونټویا- چې له خپل یو ملګري سره د دې فضایي نندارې لیدو ته ورغلی وو- د الوتکو د جنګېدو منظر لیدلی او وایي:

"زه هسې هلته ودرېدم، زه بېخي زیات حیران شوم او هیڅ باور مې نه کېده، شاوخوا ټول خلک سالنډي وو، هر چا ژړل او هر څوک په صدمه کې وو".

د هوایي ځواک د یوه مشهور ټیسټ پایلټ چک ییګر کونډې- چې خپله هم پایلټه ده- په دې فضایي ننداره کې برخه اخیستې وه. هغه وایي د الوتکو د جنګېدو دا پېښه یې ونه لیده خو پر مځکه یې ولیدې چې اور پرې بل وو، هغې په دغو الوتکو کې د سپرو کسانو په اړه وویل:

"موږ یواځې دا هیله لرله چې دوی [عمله] ټولو ځانونه را بهر کړي وي، خو موږ پوهیږو چې دوی نه دي را وتلي".

په دغو کې بي- 17 د څلورو غټو انجنو لرونکې جنګي الوتکه وه، چې په دویمه نړیواله جګړه کې د امریکې د هوایي ځواک بنیاد ګڼل کېده او دا د امریکې په تاریخ کې تر ټولو مشهوره جنګي طیاره وه.

د بویینګ الوتکو کمپنۍ وایي، د دویمې نړیوالې جګړه په پای کې به اکثره بي- 17 الوتکې ټوټه کېدې، خو وایي یواځې یو څو پاته دي چې په میوزیمونو او فضایي نندارو کې د خلکو لیدو ته وړاندې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG