لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستاني نژاده امریکایۍ وجهیه سواتۍ د وژنې په جرم د هغې مخکیني خاوند ته د تېزندۍ سزا اورول شوې


د پنجاب د پینډۍ سیمې ځایي محکمې پاکستان کې د وژل شوې پاکستاني نژاده امریکایي میرمنې وجیهه سواتۍ پخواني میړه ته دهغې د وژلو په جرم کې دتیزندۍ سزا اورولې ده.

محکمې د وژل شوې میرمنې خسر اؤ ملازم ته هم دجسد دسپکاوي کولو په جرم کې د اووه،اووه کاله بند اؤ یو لک روپو دجرمانې سزا اورولې ده اؤ دوه نور ملازمان یې دجرم نه ثابتیدو له امله بري کړي دي.

دغه پرېکړه دضلعي محکمې مرستیال جج محمد افضل تیره ورځ په داسې حال کې اورولې ده چې په عدالت کې دامریکایي سفارتخانې څلور لوړ رتبه مامورین اؤ دامریکایي پلټنیزې ادارې ایف بي ایي ډله هم موجود وه.

وجیهه سواتۍ تیر کال د اکتوبر په مياشت کې د برتانيې نه پاکستان ته راغلې وه او دپینډۍ له مورګاه سيمې نه لادرکه شوې وه چې وروسته پوليسو د هغې د تښتونې مقدمه درج کړه او لټون یې کولو.

وروسته بیا د دسمبر په وروستیو کې د وجيهه سواتۍ مړی د پښتونخوا د لکي مروت د پیزو سیمې نه د يو کور دننه موندل شوی ؤ اؤ پولیسو د وجهیه سواتۍ د وژنې په تور دهغې مخکینی خاوند رضوان حبيب ،دهغه پلار اؤ دکور نور ملازمان نیولي وؤ.

دپولیسو له مخې وجيهه سواتۍ دخیبر پښتونخوا دایبټ اباد سیمې سره تړاؤ لرلو خو په امریکا کې میشت وه.

پولیس وایي هغه تیرکال په شپاړسم اکتوبر پاکستان ته راغلې وه او خپل مخکیني خاوند د اسلام اباد هوایي ډګر نه په ډي ایچ اې کې خپل کور ته بېولې وه او په همدې کور د دوی تر منځ شخړه وه چې د حل لپاره یې هغه پاکستان ته ورغلې وه.

د وجيهه سواتي وړومبی خاوند ډاکټر علي مهدي چې يو امريکایي وګړی و،په کال 2014م کې د پنجاب له ربوه ښارګوټي سره نزدې وژل شوی و.

د ډاکټر علي مهدي تر وژنې وروسته وجيهه سواتۍ د جايدادونو د لېن دېن کاروبار کوونکي کس رضوان حبيب سره واده کړې وو او درې کاله مخکې د دوی تر منځ هم طلاق شوی و.

رضوان حبیب دپلټنو په مهال پولیسو ته منلې وه چې وجیهه سواتۍ هغه وژلې ده اؤ د وژنې علت یې دجاییداد لین دین ښودلی ؤ.

د وجهیه سواتۍ وکیلې شبنم نواز اعوان ایډوکیټ وي او ای ته ویلي دعدالت لخوا پېښه کې ککړو مجرمانو ته له سزاګانو اورولو سره د وجیهه سواتۍ معصومو اولادونو ته انصاف په لاس ورغلی دی.

هغې ویلي ددې پرېکړې وروسته د وجهیه سواتۍ د اولادونو زخمونه هم یو وارې بیا راټوکیدلي دي اؤ احساس ورته شوی دی چې مور یې په بې دردۍ سره وژل شوې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG