واشنګټن ـــــ پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي رپوټونه ښیي چې قهرجنو احتجاج کوونکو د جمعې په ورځ د ایران په لوېدیځ کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي آیت الله روح الله خمیني پلارني کور ته اور اچولی دی.
پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایران د «مرکزي» په نوم ولایت په خمین ښار کې احتجاج کوونکي اور ور اچوي.
رویټرز خبري ایجنسۍ په دوو وېډیو کلیپونو کې د ښکاره شویو دوو ځانګړو محرابونو او ودانیو تایید کړی چې وایي د دوی له فایل یا ارکایو عکسونو سره سمون خوري.
د تسنیم په نوم نیم سرکاري خبري ایجنسۍ- چې د ایران له اسلامي انقلابي ګارډ سره تړاو لري- دا رپوټونه رد کړي او وایي دا کور اوس په میوزیم بدل شوی او اوس هم پرانیستی دی.
رویټرز او فرانس پریس خبري ایجنسۍ دواړو وېډیو سمه بللې، خو دا یې نه دي ویلي چې دا پېښه کله شوې ده او دا هم څرګنده نه ده چې لګېدلي اور د ایراني مشر پلارنی کور څومره زیانمن کړی دی، خو د «1500تصویر» په نوم یوې ټولنې ویلي چې دا پېښه د پنجشنبې- زیارت په ماښام شوې ده.
د منځني ختیځ د چارو څېړونکي، خبریال او لیکوال ډیویډ پېټریکاراکوس- چې د ایران د ایټمي اهدافو په اړه یې کتاب لیکلی- پر خپل ټویټر د پیښې د ځای عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي:
"د ایران حیرانوونکي منظرونه، احتجاج کوونکو د اسلامي جمهوریت د باني روح الله خمیني کور سوځولی دی، چې له تېرو 30 کلونو یو موزیم وو، دا پخپله د جمهوریت په روح باندې یو برید دی".
د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټ ایښودونکی آیت الله روح الله خمیني په دې کور کې زېږېدلی وو. د هغه تخلص هم له همدې خمین ښاره اخیستل شوی دی. هغه د ایران د پخواني امریکا پلوه باچا محمد رضا شاه پهلوي سرسخت نقاد وو، له همدې کبله یې د 1970 په لسیزه کې په پېرس کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه.
آیت الله خمیني په 1979م کې ایران ته راستون شو او له را ستنېدو سره یې په هېواد کې د اسلامي انقلاب مشري وکړه.
په ایران کې د ستمبر پر 16مه د پولیسو په بند کې د 22 کلنې ایرانۍ مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې په ټول هېواد کې احتجاجونه پیل شول چې لا تر اوسه هم روان دي.
د ایران اخلاقي پولیسو تر وژل کېدو څو ورځې مخکې مهسا امیني په دې تور نیولې وه چې وېښتان یې په حجاب کې پوره نه وو پټ کړي.
د ایران سخت دریځه اسلام پلوه واکمنانو له ډېرې مودې له ښځو غوښتي چې خپل وېښتان په عامو ځایونو کې پټ وساتي.
په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو ګډې ټولنې د نومبر پر 17مه په یوه بیان کې ویلي چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې په روانو احتجاجي مظاهرو کې 362 تنه وژل شوي چې وایي 56 پکې ماشومان دي.
د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.