لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یورپي پارلمان مشره: طالبان غواړي ښځې پټې کړي خو یورپي پارلمان غواړي هغوی پرمختګ وکړي


واشنګټن ــــ د یورپي پارلمان مشره روبرټا میټسولا وایي په افغانستان کې اوس هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز دی او د افغانو ښځو حقونه ډېر زیات له خطر سره مخ دي، نوموړې پرون یورپي پارلمان ته وویل، ډېر ژر به نړۍ بیا د طالبانو له خوا د خلکو عامې سزاوې او سنګسار وویني، خو طالبان بیا وایي د چا حقونه یې نه دي زیانمن کړي.

په تېرو شاوخوا پینځلسو میاشتو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي امریکې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوال تنظیمونو او په یو شمېر نړیوالو غونډو کې اندېښنه څرګنده شوې چې طالبانو نجونې له ثانوي تعلیمه را ګرزولې دي او د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

اوس تازه د یورپي پارلمان مشرې روبرټا میټسولا اندېښنه څرګنده کړې او وایي د افغانو ښځو راتلونکی په تیاره کې او ژوند یې په ټپه ولاړ دی، وایي طالبان غواړي ښځې پټې کړي خو یورپي پارلمان غواړي چې هغوی پرمختګ وکړي:

"د کابل تر سقوط 15 میاشتې وروسته هم ښځې په زیاتېدونکې توګه له ولسي ژونده ایستل کېږي او ولسي ځایونو ته د ننوتو مخه یې نیول کېږي. [د طالبانو له خوا] پر لومړنیو ژمنو برسېره- چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې کړې وې- د کلونو پرمختګونه شاته روان دي".

د یورپي پارلمان مشره وایي له کندهاره راتلونکي رپوټونه ښیي نړۍ به ډېر ژر وویني چې طالبان د خپل تېر حکومت غوندې د خلکو عامې سزاوې، سنګسارول، په دُرو وهل او د بدن د غړو پرې کول پیل کړي.

مېرمن روبرټا میټسولا وایي یورپي پارلمان د افغانستان خلکو ته ژمن دی، نه پر دې هېواد واکمنو طالبانو ته، وایي تر څو چې افغانو ښځو په ټولنه کې خپل مناسب ځای نه وي تر لاس کړی دوی به یې د ږغ پورته کولو ته دوام ورکړي.

خو طالبان بیا وایي چې حکومت یې په هېواد کې د چا حقونه نه دي زیانمن کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي رېډیو ته په تازه خبرو کې ویلي، د هېواد قوانین عملي کول او یا هم اسلامي قوانین عملي کول د چا حقونو ته زیان رسول نه دي.

د یورپي پارلمان مشرې په داسې وخت په افغانستان کې بیا د طالبانو له خوا د عامو سزاګانو او د خلکو د سنګسارېدو اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو سپریم کورټ ویلي، په تخار ولایت کې 19 تنو ته عامه سزا ورکړې ده.

رویټرز خبري ایجنسۍ د طالبانو د سترې محکمې یا سپریم کورټ د ویاند مولوي عنایت الله له خولې لیکلي چې تر سختو شرعي پلټنو او غور وروسته یې د تېرې جمعې تر لمانځه وروسته دغه کسان سزا کړي چې وایي هر یو 39 دُرې وهل شوی دی. د طالبانو سپریم کورټ پخپل بیان کې ویلي:

" 19 مجرمینو ته چې 10 نارینه او نهه ښځې دي د زنا، له کوره د تېښتې او غلا د اقدام له امله د بند او 39 دُرو سزا ورکړل شوه، دغه سزا د دیني علماوو، سپین ږیرو او عامو خلکو په وړاندې د تالقان ښار په جامع جومات کې ورکړل شوه."

طالبانو له 1996م تر 2001م کال پورې پخپله لومړۍ واکمني‌ کې هم د ښځو په ګډون خلکو ته عامې سزا ورکولې، خو دا لومړی ځل دی چې پخپله دویمه واکمني کې یې بیا د ولس په وړاندې هغو خلکو ته بدني سزاوې ورکول پیل کړې دي چې په جرمونو تورن دي.

رویټرز خبري ایجنسۍ د طالبانو د سپریم کورټ د یوه بیان په بنیاد وایي، د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده روانه میاشت له یو شمېر قاضیانو سره لیدلي او هغوی ته یې امر کړی دی چې باید د شریعت له قانون سره سم غلو، انسان تښتوونکو او په نورو جرمونو کې لاس لرونکو ته عامې سزاګانې ورکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG