لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې نظیر بوټو 15م تلین: "سړي سیاستمداران ډېر وؤ خو یوه ښځه په مېړانه د ترهګرو مخې ته ودرېده"


په کال2007م کې د دسمبر په 27مه نېټه یو ترهګریز برید کې وژل شوې دپاکستان دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو 15م تلین نن په داسې حال کې نمانځل کیږي چې دپاکستان دننه یو وارې بیا ترهګرۍ سر راپورته کړی دی اؤ په نزدې ورځو کې ګڼ شمیر عام وګړي اؤ امنیتي عسکر د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

دبې نظېر بوټو زلمی زوي بلاول بوټو چې اوس مهال دخپل ګوند مشر اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر دی، وایي مور یې دترهګرو په وړاندې په مېړانه ولاړه وه اؤ دجمهوریت لپاره یې دخپل سر قرباني ورکړې ده.

بې نظیر بوټو د کال 2007 د دسمبر په 27 نېټه د راولپنډۍ ښار په لیاقت باغ کې د یوې جلسې له ختمیدو وروسته په ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه.

د هغې د وژنې پلټنې د پاکستان دحکومت ترڅنګ د برتانيي دسکاټ لینډ یارډ په څېر وتلې تحقیقاتي ادارې هم کړي خو دپینځلسو کالو تېرېدو باوجود هم څېړوونکی وايي دا نه ده معلومه چې د بې نظیر بوټو په وژلو کې څوک ککړ وو او د چا په وېنا هغه ووژل شوه؟

دبې نظیر بوټو د پینځلسم تلین په مهال دهغې زوي اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پخپل یو ویډيو پیغام کې ویلي بې نظیر بوټو ددې قام اؤ وطن هیله اؤ طاقت ؤ اؤ دهغه په ژوند کې یوه ورځ هم داسې نه ده تېره شوې چې ده پکې دخپلې مور کمی نه وي محسوس کړی .

بلاول بوټو زرداري وایي دهغه مور په هیواد کې جهوریت پځائ کول اؤ دخپل پلار(پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو) نیمګړی مشن سرته رسول اؤ دتندلارو اؤ ترهګرو مقابله کول غوښتل.

"دهیواد ټولو سړیو سیاستدانانو کې دومره همت نه لکه څنګه چې هغه دترهګرو اؤ تندلارو مخې ته ودریده ،دخپل ځان پرواه یې ونه کړه اؤ بلاخره یې خپل ځان پخپل وطن اؤ خپلو خلکو قربان کړو"

په کال2007م کې دبې نظیر بوټو له وژل کیدو وروسته د هغه وخت د پاکستان صدر او پوځي مشر پرویز مشرف دهغې د وژنې تور د پاکستاني طالبانو په پخواني مشر بیت الله محسود لګولی و خو بیت الله محسود ددې تردید کړی و.

قانون نافد کوونکو ادارو د بې نظیر د قتل په تور څلور تنان هم نیولي وو خو تراوسه په هغوي جرم نه دی ثابت شوی او د بې نظیر بوټو د وژنې قضیه اوس هم په لاهور هايي کورټ کې لا دوام لري او څه فېصله یې نه ده شوي.

کال 2007م د ترهګرۍ په دغه پېښې کې د بې نظیر بهټو ترڅنګ شل نور کسان هم و‌‌ژل شوي وو اؤ وړاندې نه اعلان کړل شوي انتخابات هم له دې وژنې وروسته د څه مودې د پاره ځنډول شوي وو.

دپینځلسو کالو تېرېدو نه وروسته هم د بې نظیر بوټو قاتلان معلوم نه شول اؤ په دې پینځلسو کالو کې خپله د بې نظیر بوټو د پاکستان پیپلز ګوند حکومت هم تېر شوی دی اؤ دا مهال هم دا ګوند په پاکستان کې په مرکزي حکومت کې ایتلافي دی اؤ په سیند صوبه کې په یوازې ځان حکومت کوي.

پروسکال دبې نظیر بوټو دتلین په مهال قانون پوهه علي احمد کرد وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دبې نظیر بوټو د وژل کېدو وروسته د پېښې ځای ومینځل شو اؤ دا ګام دثبوتونو ختمولو دپاره اخیستل شوی و.

دخېبر پښتونخوا پخواني مشر احسان غني هم ډیوه ته ویلي وؤ، د دوي د معلوماتو ترمخه پولیسو ته پوځ ویلي وو چې بې نظیر بوټو کوم ځای کې وژل شوې وه هغه دې سمدستې وومینځي.

د پاکستان وړومبی وزیراعظم لیاقت علي‌خان هم په کال 1951 کې هم د روالپنډۍ په لیاقت باغ کې وژل شوی ؤ.

په کال 1968 کې د خیبر پښتونخوا دپخواني وزیراعلا ډاکټر خان صیب د وژنې نه روسته پاکستان کې ېو شمیر سیاست مداران وژل شوې دي چې پکښې چوهدري ظهور الهي، جنرل فضل الحق، مولانا طارق اعظم،بشر احمد بلور، هارون بلور، صدیق خان کانجو، غلام حیدر واین، اسفندیار زیب اؤ د بې نظیر بوټو دمشر ورور مرتضا بوټو پشمول یو شمیر نور سیاست مداران هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG