د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د قومي اسمبلۍ غړي ناصر خان موسا زۍ په حجره د لاسي بم يا ګرنېډ حمله شوې، پولیس او نوموړي په خپله ويلي د لاسي بم په بريد کې کوم تاوان نه دی اوښتی.
ناصر خان چې په کال 2018 کې د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ د قومي اسمبلۍ غړی منتخب شوی په وروستيو کې يې ویلي په جمعيت علمااسلام ګوند کې شامليږي.
نوموړي ځايي ميډیا سره په خبرو کې ویلي، په حجره يې د ګرنېډ بريد شوی خو هغه په خپله په اسلام اباد کې دی.
د جيو نيوز ترمخه ناصر خان ويلي، دوه ورځې وړاندې ورته د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا محمود خان لخوا په وټس اېپ د ګواښ پېغام ترلاسه شوی وو او محمود خان ورته ویلي وو چې سياست پرېږدي او ځان خوندي کړي.
هغه ويلي، وزیراعلا ورته مشوره ورکړې چې د ځان خوندي کولو دپاره ځانګړي انتظامات وکړي. وزيراعلا محمود خان په دغه اړوند په خپله څه نه دي ویلي.
په سمدستي توګه د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
پوليسو ويلي، د پېښې وروسته د پېښور د پوليس لوړ پوړي چارواکي او د علاقې پولیس مشر موقعې ته ورغلي او د بم ډسپوزل يونټ کارمندانو موقعه کتلې ده.
پوليسو ويلي، د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې کېدل سېوا شوي دي.
تيره میاشت په شانګله کې د عوامي نيشنل ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي فېصل زېب په کور د شپې په مهال ډزې شوې وې.
فېصل زېب وي او اې ډیوه ته ویلي وو له دغې پېښې نزدې دوه میاشتې وړاندې هم د هغه په کور بريد شوی او هاغه وخت ورته د افغانستان د ټيليفون نمبرو نه ګواښونه شوي او د هغې وروسته ورته هم دغه رنګ ګواښونه شوي وو.
خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ د پېښو سېوا کېدو سره د صوبې په بېلابيلو برخو کې د امن دپاره پاڅونونه شوي او احتجاجونه دوام لري.
احتجاج او پاڅون کوونکي وايي په صوبه کې ناامني، ترهګرۍ، قلنګ غوښتنې او هدفي وژنې روانې دي، دوی په صوبه کې د امن غوښتنه کوي.
اسلام اباد کې د امنیتي او پاليسۍ د چارو څېړنيزې خپلواکې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې د کال 2022م پرمهال د پاکستاني طالبانو لا قانونه ډله ټي ټي پي او داعش خراسان د هېواد دننه د تشدد لويې کردارونه پاتې شوي دي او ټي ټي پي يې په کابل د واکمنو طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د خرابو اړيکو ستر لامل ګرځولی دی.
په کال 2022م کې د پاکستان دننه د امنیت د عنوان لاندې د پاکستان انسټیټیوټ فار پيس سټډيز په رپورټ کې ويل شوي چې تېر کال د هېواد دننه د تشدد په زياترو پېښو کې ټي ټي پي ککړ پاتې شوې ده او د کا 2021م په پرتله کال 2022م کې په ترهګریزو بریدونو کې 27 فيصدي اضافه راغلې ده.
رپورټ کې زياته کړی شوې ده چې په تېر يو کال کې د ترهګرۍ 262 حملې شوي چې 14 پکې ځانمرګي بريدونه هم شامل دي. دې حملو کې 419 کسان وژل شوي او نزدې 700 ټپيان شوي دي.
رپورټ کې ویل شوي چې کال 2021م کې په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته او بيا د ټي ټي پي د مستقل خبرو پاکستاني خواهش دغه ډلې ته دمنظم کېدو او دترهګریزو فعالیتونو زیاتو ډاډ ورکړی دی.
په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي وو، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.
هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".