د خېبرپښتونخوا پولیسو پرون د اتوار/يکشنبې [15 جنورۍ] په ټويټر ويلي، سي ټي ډي پېښور او پولیسو تيره شپه د سربند په حدودو کې د ډي اېس پي سردار حسېن او دوه پولیسو په وژنه کې ککړو ترهګرو د سهولتکارو د موجودګۍ په خبر استخباراتي عمليات کړي، او د ډزو په تبادله کې دوه ترهګر وژل شوي دي.
د پښتونخوا پولیسو دعوه کړې چې د ترهګرو څخه يې دوه کلاشنکوفونه او نوره وسله هم ترلاسه کړې ده.
د پوليسو په وينا د 13 او 14 جنورۍ په مينځنۍ شپه کې د پېښور په سربند علاقه کې د ترهګرو بريد په شا تمبول شوی او ترهګرو سره په نښته کې یو پولیس ډي اېس پي سردار حسېن، او دوه پولیس اهلکار ارشاد او جهانزېب وژل شوي وو.
تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه. يادې ډلې د پرونو وژل شوو دوه کسانو په اړوند ويلي چې دوی په جعلي مقابله کې وژل شوي دي.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف پېښور کې د پولیسو وژنه غندلې او ويلي يې دي، د ترهګرو سازشونه به کامياب نه شي او د قام حوصلې به ماتې نه کړي.
د سرکاري خبري ادارې [رېډيو پاکستان] ترمخه وزیراعظم په يو بيان کې عزم څرګند کړی چې قانون نافذونکې ادارې به د ترهګرۍ نوغی اوباسي.
د پوليس چارواکو د وژنې د پېښې يوه اوونۍ وړاندې په 7 جنورۍ پېښور کې سي ټي ډي [د ترهګرۍ ضد پوليسو] په سنګو سربند سيمه کې د ترهګرو ضد عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
سي ټي ډي ويلي وو، د ترهګرو د شتون په اطلاع عملیات او نښته شوې او د یوې ناقانونه وسله والې ډلې سره تړاو لرونکي څلور ترهګر وژل شوي چې پېژندګلو یې د زرملوک، عثمان، محمدسعید، شاهد حسین عرف اختر او عبدالقیوم عرف عدالرب په نومونو شوې وه.
او له دغې يوه ورځ وړاندې د پېښورپه متنو او لکي مروت سیمو کې په پولیسو بریدونه شوي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي او دوه ایس ایچ اوګان [د پولیس تاڼو مشران] ژوبل شوي وو.
د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.
د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23 دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.
د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.