نړيوالې مالياتې ادارې [ايي اېم اېف] ويلي، پاکستان ته د پور يا قرض د پروګرام د بحالۍ د ارزونې دپاره يوه ډله دغه هېواد ته ليږي چې په دغه موضوع ورسره خبرې وکړي.
پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی، د مطبوعاتي راپورونو ترمخه په پاکستان کې د نړيوالې مالياتې ادارې استازې ايشترو پيريز رويز په يو بيان کې ويلي، د پاکستان په خواست به د ادارې پلاوی يا ډله د روانې میاشتې د 31 جنورۍ څخه تر نهمې جنورۍ د دغه هېواد سفر کوي چې د پور د نهمې جايزې جاج یې واخلي.
هغې ويلي، پلاوی به د فنډ د پراختيا د نهمې جايزې لاندې مذاکرات کوي.
په کال 2019 د پاکستان د هغه وخت د تحریک انصاف حکومت د نړيوالې مالياتې ادارې سره د شپږ اربه ډالرو د پور معاهده کړې وه او د موجوده ايتلافي حکومت په وخت کې په دغه پروګرام کې د يو ارب ډالرو نوره اضافه شوې وه.
د ايي اېم اېف سره د پاکستان د نهمې جايزې قسط د تير کال راهسې د ځنډ ښکار دی په کوم کې چې به پاکستان ته يو ارب 18 کروړه ډالره د پور په مد کې مالي مرستې ترلاسه کيږي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وروستيو کې ویلي چې پاکستان د ايي اېم اېف ټولو شرطونو منلو ته تیار دی.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار په اسلام اباد کې د امریکې د وزارت خزانه د اسيا دپاره مرستيال سيکرټري رابرټ کپروت سره ليدلي وو.
د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي ترمخه د خزانې وزیر امریکايي استازي ته د ملک اقتصادي حال وړاندې کړی او ويلي یې وو حکومت ته یې اقتصادي مشکلات د تير حکومت څخه پاتې شوي خو دوی بيا هم د اقتصاد په سمه لار د اچولو هڅې کوي.
او ډان ورځپاڼې ويلي پاکستان د امریکې نه د ايي اېم ايف د پروګرام په بحالولو کې مرستې غوښتي دي چې اداره ورسره د پور په پروګرام کې نرمي وکړي.
ويل شوي اسحاق ډار د رابرټ کپروت په مشرۍ پلاوي ته باور ورکړی چې پاکستان به ټولو نړيوالو ژمنو ته درناوی لري، د اقتصادي اصلاحاتو په لړ کې به د ګېس او بجلۍ نرخونه سېوا کوي او د نورو سختو فېصلو دپاره هم تیار دی.
د اقتصاد پوهانو په خبره ايي اېم اېف د پاکستان نه غواړي چې پاکستانۍ روپۍ ازاده وساتي، ګردشي قرضې راکمې کړي د بجلۍ او ګېس قيمتونه زيات کړي او ټېکسونه سېوا کړي.
اقتصاد پوهان وايي، پاکستان ته د راتلونکي جون د میاشتې پورې د اته اربه ډالرو بهرنۍ قرضې واپس کول دي، خو مرکزي بېنک ويلي چې په دې کې د پينځه اربه ډالرو د قرضونو د واپسۍ موده غځول شوې ده.
د سټېټ بېنک ترمخه دا وخت د بېنک سره غېر ملکي زر مبادله ذخیره درې اعشاريه اووه اربه ډالره ده. سټېټ بېنک پرون ويلي، د 20 جنورۍ پورې د ملک ټوله زر مبادله ذخيره نهه اعشاريه 45 اربه ډالره ته سېوا شوې وه.
اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د دوستو هېوادونو او نورو مالياتي ادارو پورونه هم د ايي اېم اېف د پروګرام د بحالۍ سره تړلي دي.