لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکي او شام کې د زلزلې له امله د مړو شمېره  د 21000 نه سېوا شوې ده


د ترکي او شام په پوله پرته سيمه کې د ګل/دوشنبې په ورځ [شپږمه فرورۍ] شوې زلزله کې د مړو شمېره د 21000 نه سېوا شوې ده او د ملبې لاندې د خلکو راويستلو دپاره امدادي کارونه دوام لري.

د شام او ترکي په پوله د 7.8 شدت زلزلې د 13.5 ملينه ابادۍ سيمه ځپلې ده.

د اې پي خبري ادارې ترمخه د ترکي د افتونو په وخت د انتظام ادارې ويلي، د زلزلې له امله تراوسه پورې په ترکي کې د 18342 پورې کسان مړه شوي او نزدې 75000 ژوبل شوي دي.

خو دا نه دي ويل شوي چې څومره خلک بې کوره شوي خو ويل شوي د 75000 نه زيات کسان نورو سيمو ته منتقل کړی شوي دي.

د خبري ادارې د رپورټ ترمخه تراوسه پورې شام پله د 3300 کسانو د مړینې تاييد شوی دی او د 21600نه زيات کسان ژوبل شوي دي.

د ترکي او شام زلزله د کال 2011 نه وروسته په نړۍ کې خونړۍ زلزله ګرځېدلې ده، په کال 2011 کې په جاپان کې د زلزلې او سونامي له امله نزدې 20000 کسان مړه شوي وو.

د ترکي د افتونو په وخت د انتظام ادارې ويلي، د مرستو او ژغورنې په کارونو کې د 110000 پورې کار کوونکي او 5500 ګاډي بوخت دي.

د ترکي صدر رجب طيب اردګان د ترکي او شام د پولې سیمې ته ورغلی دی چرته چې زلزله ځپلو خلکو د ژغورنې په کارونو ناهيلي څرګنده کړې ده.

خو د ترکي صدر ویلي، دا ممکنه نه ده چې د دومره غټ ناورين/ افت دپاره چمتو اوسې. هغه زياته کړې د خپل يو يو وګړي څخه به بې پرواه پاتې نه شي.

هغه ويلي زلزلې د سيمې د هتې د هوايي اډې رن وی يا د الوتکې د کوزېدو ځای تباه کړی او په مرستو کې یې خنډ جوړ کړی دی. په هتې صوبه کې د 3300 نه زيات کسان مړه شوي دي.

اردګان د زلزلې له امله د اووه ورځو د ماتم اعلان کړی او د درېو میاشتو پورې یې په لسو صوبو کې بېړني حالت په ځای کړي دي.

د ترکي مرستیال صدر فاوت اوکتې ويلي، د 8000 نه زيات کسان د ودانيو د ملبې څخه راويستل شوي او نزدې 380000 کسان سرکاري ودانيو او هوټلونو کې په ځای کړی شوي دي.

په شام کې چې کومه سيمه زلزلې ځپلې د يوې لسيزې راهسې په جګړو کې ښکېل پاتې شوې ده.

د ملګرو ملتونو د شام دپاره استازي ویلي، د زلزلې نه په شام کې د 10.9 ملينه خلک اغېزمن شوي دي. هغه ويلي په شام کې د زلزلې وړاندې د يوې لسیزې کورنيو جګړو په وخت 15.3 ملينه خلکو بشري مرستو ته اړتيا لرله.

د خوراک نړیوال پروګرام د شورو/چهارشنبې په ورځ د 46 ملينه ډالرو خواست کړی چې د شام او ترکي خلکو ته پرې د راتلونکو درېو څلورو میاشتو پورې خوراکي مرستې ورسول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG