لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي دفاعي چارواکي وايي چين په هايپرسانېک وسلو جوړولو کې له ټولو مخکې دی


واشنګټن- روس په اوکرين کې هايپرسونېک ميزايل يو وار بيا استعمال کړي چې کېدلی شي د غربي نړۍ پام ورته ورواوړي خو د امريکا د دفاع چارواکي وايي دا چين دی چې په نړيواله کچه د هايپرسونېک وسلو په جوړولو کې د هر چا مخکې دی.

د امريکا د دفاعي استخباراتي څانګې د ساينس او ټېکنالوجي مشر او کارپوه پال فريزتلر د پارلمان د پوځي چارو د کميټۍ غړو ته ويلي “چين او روس دواړو د هايپرسونېک ميزايلو کاميابې ازمينې کړي او امکان دی چې د دې د چلولو نظامونه يې هم لګولي وي خو چين د دې په بدرګه کولو او د نظامونو په شمېرو کې د روس نه هم مخکې دی”.

پال ويلي “په تېرو دوو لسيزو کې چين په خپل جنګي او د ايټمي هايپرسونېک ټېکنالوجي په استعداد کې ډرامايي ترقي کړې او دې له په وده ورکولو، ازميلو او ځای په ځای کولو کې يې ډېره زياته سرمايه کاري کړې”.

د بيلېسټېک ميزايلو برعکس کوم چې د هايپرسونېک په رفتار ځي خو په يو ټاکلي نظام کې الوت کوي، هايپرسونېک وسلې سره د دې چې د اواز نه يې رفتار پينځه چنده تېز دی کې منظم بدلون هم کېدلی شي.

د امريکا دفاعي چارواکي وايي چې په دومره تېز رفتار کې د هايپرسونېک په الوت کې بدلون راوستل د دې وسلو څارل او ودرول ډېر ګران کړي.

د استخباراتي څانګې او د کانګرس د تحقيق د سروس د معلوماتو ترمخه چين دوه تحقيقي مرکزونه چلوي چې پکې 21 د سيلۍ سورنګونه کارولی شي چې ځينې پکې د يو په دولس رفتار مشينونه هم الوځولی شي.

د چين په هايپرسسونېک وسلو کې ډي ايف 17 چې مينځمحاله بيلېسټېک ميزايل دي د هايپرسونېک الوتونکي مشين په مټ 1600 کيلوميټره پورې تلی شي.

په دې کې ډي ايف 41 بيلېسټېک ميزايل هم دي چې د براعظمونو تر منځ هايپرسونېک الوتونکي مشينونه وړلی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG