لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: عمران خان وايي فېصلې د پوځ مشر کوي


د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان وايس اف امريکا سره په ځانګړې مرکه کې ویلي په ملک کې فېصلې د پوځ مشر کوي، هغه د خپلو نيولو په اړوند د روانو حالاتو ذمه وار د پوځ مشر ګرځولی دی.

د وايس اف امريکا د ساره زمان سره په مرکه کې عمران خان ويلي، "د هغه د نيولو په اړوند چې څه روان دي دا د حکومت د وس خبره نه ده، د دې په شا اسټبلشمنټ دی او د اسټبلشمنټ فېصلې يو فرد کوي او هغه د پوځ مشر دی".

د عمران خان دغه بيان ته د پوځ او حکومت لخوا سمدستي کوم ځواب نه دی ویل شوی خو عمران خان چې له دې وړاندې په پوځ دغه ډول تورونه لګولي، پوځ یې رد کړی او د تېرې يوې مودې نه د پاکستان پوځ څو ځله تکرار کړې چې پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي، پوځ دې د سياست څخه لرې وساتل شي.

عمران خان ويلي، د 18م مارچ پورې یې حفاظتي ضمانت ترلاسه کړی خو هغه د يوې منصوبې لاندې نيول کيږي چې نااهله کړی شي او يا د وروستي حل د لارې د ا نتخاباتو څخه لرې کړی شي، هغه د وروستي حل په اړوند ويلي چې په هغه وژونکی بريد شوی دی.

عمران خان زیاته کړې، "وزیر داخله ویلي چې د هغه [عمران خان] ژوند ته خطره ده ځکه عدالت ته نه حاضريږي".

عمر خان خپل ژوند ته د ورپېښې خطرې په اړوند د وړاندې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله نومولی دی. رانا ثناالله او حکومت د عمران خان دغه دريځ ته کوم ځواب نه دی ویلی.

خو په لاهور کې د پرون د راهسې د توشه خانې په قضيه کې د عمران خان د نيولو دپاره د پوليسو عمليات دوام لري او د دغو نښتو ويډیوز چې په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنیو خپرې شوي پکې ليدل کيږي چې د پوليس او تحريک انصاف ګوند د غړو ترمنځ نښتې شوي او د پوليس لخوا د تحريک انصاف په غړو اوښکې بهيونکی ګېس هم ويشتل شوی دی.

د پنجاب صوبې د پولیسو مشر عثمان انور مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، د تحریک انصاف د غړو لخوا د ګټو، ډبرو په ګوزارونو کې 54 پولیس ژوبل شوي دي، او ګاډي یې هم سوځولي دي.

تحریک انصاف ګوند دعوه کړې په غړو یې نېغې ډزې شوي دي.

عمران خان نن په ټويټر یو عکس خپور کړی او ورته یې ليکلي، چې "د پرون ماسپښين راهسې زما په کور سختې حملې روانې دي، د رېنجرز ځواک تازه يلغار د ملک تر ټولو غټ سیاسي ګوند د پوځ سره مخامخ کوي. پي ټي اېم [موجوده ايتلافي حکومت] او د پاکستان دښمن دغه غواړي. د ختيځ پاکستان [اوسني بنګله دېش] د الميې څخه هیڅ زده کړه نه ده شوې".

خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف نن د خبريالانو سره ليدلي او خبرې یې چې په ټيلي ويژن چېنلو خپرې شوي شهباز شريف ويلي حکومت د عمران خان ضد هیڅ نه کوي د هغه ضد عدالتي حکم په ځای کول کيږي خو ځان نه ورکوي.

عمران خان چې د تېر کال اپرېل په میاشت کې مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو.

نوموړي هغه وخت تور لګولی وو چې د هغه د حکومت پرضد امريکا سازش کړی او دلته په پاکستان کې مخالفه ګوندونه په دغه سازش کې شامل شوي او هغه يې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی وو.

امریکا او د پاکستان اوسني حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی وو

او عمران خان د خپل حکومت ختمېدو په اړوند تېره مياشت وايس اف امریکا سره په يوه مرکه کې ويلي وو،

"چې څه هم شوي دي او اوس مخې ته را روان دي، امریکا زما د لرې کولو نه وو ويلي، د بده مرغه اوس چې کوم شواهد مخې ته راځي، جنرل باجوه [د پاکستان د پوځ مخکينی مشر] امریکايانو ته ويلي وو چې زه [عمران خان] د امریکا مخالف يم، ځکه زما د لرې کولو منصوبه د هلته [امریکا] څخه دلته [پاکستان] ته نه ده راغلې د دلته نه هلته لېږل شوې".

د نوموړي نه پوښتنه شوې وه چې اوس هم يقين لرې چې امریکا ستاسو په لرې کولو کې رول درلود؟ هغه ويلي، "سايفر رښتيا وو، خو دغه خبره اوس تېره شوې ده".

[خبر د وي او اې اردو په مننه]

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG