واشنګټن – د اوکراین چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې د روسانو د ډرون او توغندیو په نویو بریدونو کې په دوو ښارونو کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، یو برید له کیف څخه شپیته کیلومټره واټن کې ژیشچیف نومې ښار کې په یو ښونځي شوی، شپږ کسان پکې وژل شوي، ۱۸ ژوبل دي او درې نور پکې لا تر اوسه هم لادرکه دي.
په برید کې د زده کونکو د استوګنې دوه ځایونه او یوه د زده کړو ودانۍ ویجاړه شوې ده.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې په بل برید کې چې ژپوريژیا کې د استوګنې له ودانیو سره لګېدلی یو کس وژل شوی او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ویلي، چې د بیګا شپې په بریدونو کې د ایران ساخت شلو ډرونونو، توغندیو او توپونو برخه اخېستې وه.
په اوکراین باندې دغه نوي بریدونه په داسې حال کې شوي چې د چین ولسمشر شي جینپېنګ له ماسکو څخه لیدنه کوي.
پوتین د نهې یا سې شنبې په ورځ د اوکراین د جګړې پای ته رسېدو ته د ولسمشر شي د پلان ستاینه کړې، که څه هم په دغه پلان کې له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د وتلو غږ نه دی شوی.
خو د اوکراین ولسمشر زېلینسکي د سولې د خبرو له پیلېدو څخه د مخه له اوکراین څخه د روسي ځواکونو ویستل غوښتي دي.
د اوکراین رهبر ویلي، چې د هغه د ځواکونو له بریا سره "سوله نېږدې کېږي" او د روس په وړاندې د بندیزونو د لګولو په برخه کې یې د نړۍ د یو ځای کېدو غږ کړی.
زېلینسکي ویلي، "اوس مهال د استوګنې په ځایونو بریدونه روان دي."
په ورته وخت کې زېلینسکي د شورو په ورځ د جګړې لومړۍ کرښې ته څېرمه په بخموت کې له خپلو سرتېرو سره لیدلي چېرې چې دا مهال د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سخته جګړه رونه ده.
امریکا چې اوکراین ته د وسلو له سترو ورکونکو څخه دی د چین د سولې دغه پلان رد کړی ځکه له دې سره به د اوکراین په ختیځ کې د روسانو لخوا نیولي ځایونه له روسانو سره پاتې کېږي.