لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي له ایرانه وغوښتل چې د بېروت د ۱۹۸۳ کال د بمي چاودنې د قربانیانو کورنیو ته ۱.۶۸ بیلینه ډالره ورکړي

واشنګټن – د نیویارک یو قاضي د ایران له مرکزي بانک او یو اروپايي منځکړي څخه وغوښتل چې په بیروت کې د ۱۹۸۳ کال په موټر بم چاودنه کې د وژل شویو امریکايي سمندري سرتېرو کورنیو ته ۱.۶۸ بیلینه ډالره ورکړي.‌

د امریکا ډیسټریکټ جج لوریتا پریسکا وویل، د ۲۰۱۹ کال فیدرال قانون د ایران له مرکزي بانک څخه پرده پورته کړه چې برید کونکو ته د لوازمو د برابرولو له امله دې ورباندې حکم وشي.

په دغه قانوني کېس کې په لوګزامبورک کې د کلیر سټریم په نامه د بانکي سیستم نوم هم یاد شوی کوم چې د یو مشتري په اکاونټ کې پانګې لري.

خو کلیر سټریم مشرې کمپنۍ ډچ بورس د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی د محکمې د پرېکړې پرضد په اپیل کولو باندې غور کوي.

د ۱۹۸۳ کال د اکټوبر په ۲۳ نېټه په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو په یو مرکز باندې بمي چاودنه کې ۲۴۱ سرتیري وژل شوي وو.

قربانیانو او د هغوی کورنیو په ۲۰۰۷ کال کې د ایران پرضد په یوې فېدرال محکمه کې د ۲.۶۵ بیلینه ډالرو تاوان اخېستلو کېس ګټلی وو.

XS
SM
MD
LG