لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې تر 10ؤ اربو ډالرو واوښتي


دپاکستان اسټیټ بینک ویلي دي چې دهیواد دبهرنیو اسعارو ذخیرې د28کروړ ډالرو داضافې نه وروسته د10 اربو ډالرو څخه اوښتي دي.

په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزارت چارواکو ویلي چین پاکستان ته دخوندي پور د دوؤ اربو ډالرو د بېرته ستنولو موده غځولې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې روانه میاشت کې به د چین نه پاکستان ته نور30 کروړه ډالر هم ترلاسه شي.

دخزانې وزارت چارواکي هیله من دي چې له چین وروسته به دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو نه هم پاکستان سره زر مالیاتي کمکونه وشي.

اسټیټ بینک لخوا د خپرو شوؤ شمیرو ترمخه په 17م مارچ ختمه شوې اوونۍ کې داسټيټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیرې 4 اربه اؤ 598 کروړه ډالر اؤ دکاروباري بینکونو سره 5 اربه اؤ 540 کروړه ډالر ریکارډ کړل شوې دي.

بینک وایي په 17م مارچ اسټيټ بینک ته دپاکستان دحکومت دکاروباري پورونو د ویش په مد کې 50 کروړه ډالر ترلاسه شوي اؤ دبهرني پور دستنولو نه وروسته داسټيټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیره کې د28 کروړو ډالرو اضافه شوې اؤ دا 4 اربو اؤ 598 کروړو ډالرو ته رسېدلې ده.

تېره اوونۍ اسټیټ بینک سره دبهرنیو اسعارو ذخیره کې دیو کروړ اؤ 80 لکو ډالرو اضافه شوې وه اؤ دهیواد ټولې دبهرنیو اسعارو ذخیرې 9.85 اربه ډالره ریکارډ کړل شوې وې.

تر دې وروسته د10م مارچ نه دبهرنیو اسعارو ذخیرې 9 اربو،84 کروړو اؤ لکو ډالرو ته رسیدلې وې اؤ داسیټيټ بینک ذخیرې 4 اربه،31 کروړه اؤ 91 لکه وې.

ډان ورځپاڼې د عارف حبیب لمټیډ په حوالې سره خپل رپورټ کې ویلي وو چې دې ملي ذخیرو کې د 3مې فرورۍ نه تر اوسه د1.4 اربو ډالرو اضافه شوې ده اؤ دا ذخیرې دیوې میاشتې د برامداتو لپاره کافي دي.

په عین حال کې دپاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې دخزانې وزارت دچارواکو له خولې ویلي چې چین هم پاکستان ته دسیف ډیپازټ د دوؤ اربو ډالرو دقرضې ستنولو موده تر یو کال غځولې ده .

دخزانې وزارت چارواکو هیله ښکاره کړې ده چې چې روانه میاشت به دچین نه نور 30 کروړه ډالر هم پاکستان ته ترلاسه شي چې دې سره به دپاکستان داسټیټ بینک ذخیرې د 5 اربو ډالرو نه سیوا شي.

دټریبیون ورځپاڼې رپورټ کې ویل شوي چې دچین له مرستو وروسته دسعودي عرب اؤ متحده عرب اماراتو له لوري هم ډیر زر پاکستان سره دمالي کومکونو هیله مندي شته.

رپورټ وایي چې دپاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دتړون لپاره پاکستان سره دبهرنیو مالیاتي مرستو تصدیق ضروري دی.

ایي ایم ایف هم پخپل وروستي بیان کې ویلي دي چې هرکله پاکستان سره دبهرنیو مالي مرستو دکیدو باور ترلاسه کړي نو دتړون په اړه به راتلونکی ګام له هغې وروسته اوچتوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG