لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش ډله په افغانستان کې له پخوا څخه کمه او ځپل شوې، امريکا ته د طالبانو غبرګون


په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، امریکا چې په افغانستان کې د داعش ډلې کوم تعداد يا شمېرې ويلي هغه حقيقت نه لري. درې ورځې وړاندې د امریکا د پوځ یو جګپوړی افسر په افغانستان کې د داعش د موجودګۍپه اړوند څرګندونې کړې او ويلي یې وو داعش خراسان نزدې شوې چې د افغانستان د سرحداتو نه بهر جګړه پراخه کړي.

د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا په 23م مارچ د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نږدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي.

جنرال کوریلا ويلي وو، "هغوی په بهر کې د امریکې یا مغربي مفاداتو په ضد د شپږو میاشتو نه په کمه موده کې، خارجي عملیات کولی شي، بغیر د کومې خبردارۍ نه".

د سېنټکام دغه کمانډر زیاته کړه، "قوي احتمال" موجود دی چې د داعش-خراسان ډلې کسان دې په ایشیا او یا هم یورپ کې د مغربي ملکونو یا امریکې په مفاداتو حمله وکړي. مګر جنرال کوریلا دا هم وویل چې د داعش-خراسان ډلې دپاره به پخپله د امریکا په خاوره کې دننه حمله کول "ډېره ګرانه" وي.

په افغانستان کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټویټر ویلي، "په افغانستان کې د داعشي ډلې د تعداد په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري".

مجاهد ويلي د پخوا په څېر د داعش شمېره راکمه شوې او ځپل شوي دي.

هغه زياته کړې، "د امریکایي چارواکو لخوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی بزرګنمایي پخپله له داعشي فتنه ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي".

د جنورۍ په میاشت کې، د ترهګرۍ ضد څانګې جګپوړې امریکايي چارواکې په یوه آنلاین غونډه کې ویلي وو چې داعش-خراسان ډله "هغه خطرپېښوونکی کردار دی چې زه یې ډېر په اړه فکرمند یم".

د امریکا د ترهګرۍ ضد قامي مرکز مشرې کریسټین ابي زید، بغیر د دې جزئیاتو چې داعش خراسان به څومره ژر د حملې کوشش وکړي، وویل: "مونږ په افغانستان کې د داعش-خراسان فکرمندکوونکې نښې نښانې او خواهش ګورو چې د هغې ډلې د اوسني علاقې نه بهر غځېدلی شي".

په وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان سرکاري ټیلیویژن آر ټي‌ اې ته په تازه مرکه کې ویلي، چې د داعش ډلې له خوا په وروستیو بریدونو کې افغانان دومره لاس نه لري څومره چې پکې بهرنیان ښکېل دي.

"که په حکمتیار صاحب باندې حمله شوې وه، که د بهرنیو چارو وزارت مخې ته شوې وه، که په هوټل باندې پر چینایانو حمله شوې وه، که په هرات کې حمله شوې وه په دې ټولو کې د تاجکستان اتباع ښکېل وو، دا د دې ثبوت دی چې په افغانستان کې داعش او مخالفې ډلې نه شته، که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهر نه را واردېږي".

په افغانستان کې واکمنه طالبان اکثر دعوه کوي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې کوم ښکاره مرکز نه لري خو وخت په وخت د کابل په ګډون په ننګرهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې د دې ډلې د وسلوالو خلاف د عملیاتو او وژلو دعوې کوي.

او د کله نه چې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي او څومره غټ او واړه بریدونه شوي د کابل نه تر مزار شريف پورې، د زياترو زمه وارۍ داعش منلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG