واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، امریکا به د امریکایانو د ژغورلو لپاره په قوت سره غبرګون څرګند کړي.
دا ګواښ وروسته له هاغې شوی چې د امریکا پوځ د سوریې په ختیځ کې د هغه برید په ځواب کې هوايي بریدونه کړي چې ایران یې مرسته کړې وه.
بایډن له کاناډا څخه د یوې رسمي لیدنې پر وخت وویل، چې امریکا " له ایران سره جګړه نه غواړي خو د خپلو خلکو د دفاع لپاره په ځواک سره ځواب ورکولو ته تیاره ده."
هغه زیاته کړه، "دا هغه څه وو چې تېره شپه وشول."
د امریکا پوځ ویلي، چې دوی د هغه ډرون برید په ځواب کې د سوریې په ختیځ کې هوايي بریدونه کړي په کوم کې چې یو امریکايي قراردادي وژل شوی وو.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پېټریک رېډر د جمعې په ورځ په پنټګان کې خبریالانو ته وویل، چې د عملیاتو هدف د واضح پیغام استول وو چې مونږ به د خپلو کسانو ساتنه په جدي توګه کوو او مونږ به په چټکۍ سره او پریکړنده توګه ځواب ورکوو که ورته اړتیا وي.
په برتانیه کې مېشته د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وايي، چې په سوریه کې د امریکا په دغو بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.
امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې ګڼو ډرونونو بریدونه کړي چېرې چې امریکايي ځواکونه هم هډه لري خو مرګ ژوبله نه لري.
د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن په یو بیان کې ویلي، چې دغه بریدونه د هغو ودانیو نه شوي چې د ایران د انقلابي ګارد پورې تړلو ډلو لخوا کارول کېږي.
اسټن ویلي، چې "هیڅ ډله په مصونیت سره زمونږ په ځواکونو باندې بریدونه نشي کولای."
خو د امریکا د پوځ لخوا په خپاره شوي بیان کې بیا منل شوې وه چې په دغو بریدونو کې شپږ نور امریکایان ژوبل شوي وو چې پنځه پکې سرتیري وو.
بیان زیاتوي، د دوو ټپي شویو کسانو درملنه خپله په سایټ کې شوې ده او درې نور سرتیري له قراردادي سره یو ځای ویستل شوي دي.
امریکا د سوریې په ختیځ کې کابو ۹۰۰ سرتیري لري تر څو د داعش په وړاندې جګړه کې د سوریې له کردي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلې چې په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي عملیاتو څارنه هم کوي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د وکیلانو یوې غونډې ته وویل، چې ایران د خپلو ترهګرو ډلو پواسطه د منځني ختیځ بې ثباته کولو ته دوام ورکړی.
د امریکا د مرکزی قوماندې یو قومندان جنرال اېرېک کورېلا وویل، "ایران پلوو ډلو د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راهیسې په عراق او سوریه کې په امریکايي پوځیانو باندې ۷۸ بریدونه کړي."