واشنګټن - عراقۍ مور، نوال سويدان چې زوی یې قریب لس کاله وړاندې ملېشو له ځانه سره وړی او لادرکه شوی دی، اوس هم د خپل زوی په کېمره کې د هغه جامې په نظم ږدي او بستر یې ورته پاکوي، په دې هیله چې زوی به یې ژوندی وي او بېرته به راشي.
د هغه زوی صفا نومېدو چې د ۲۰۱۴ کال په جولائي میاشت کې د رمضان د ختمېدو نه څو ورځې مخکې، د شپې په یوه نیمه بجه لادرکه کړی شو. یوه ډله مسلح کسان د هغوی کور ته ورغلل او د صفا پوښتنه یې وکړه، بیا یې د ځانه سره یووړ. صفا د دېرشو کلونو نه کم عمر لرلو او د قانون تعلیم یې کولو. هغه به د تعلیم ترڅنګ، ډاګ خانه کې هم کار کولو.
د صفا مور وایي: "هغو مونږ ته وویل چې صرف غواړي ورنه څو پوښتنې وکړي او بېرته به یې ژر واپس راولي."
په عراق باندې د امریکا د پوځي یرغل نه شل کاله پس، خانه جنګۍ او فرقه واریت شخړې اوس تر ډېره اندازې پورې هلته کمې شوي دي. مګر د تشدده ډک هغو کلونو میراث اوس هم پاته دی او په زرګونو – شاید هم لسهاوو زره کسان – د صفا په شان لادرکه پاته دي او د هغو کورنۍ داسې احساس کوي چې د دوی درد هېر کړل شوی دی. هغوی لا هم د خپلو ورکو عزیزانو په اړه د جواب غوښتونکي دي.
د عراق حکومت هڅه کوي چې پخواني غمژن وختونه ختم شي او نوی دور پیل کړی شي، مګر تر اوسه یې د لاپته کسانو د تحقیق دپاره کوم کمېشن ندی جوړ کړی. د بشري حقونو کارکنان وایي، ددې یوه وجه دا ده چې پخپله سیاستمداران د هغو ډلو سره تعلقات ساتي کوم چې د اغواګرۍ او قتلونو په قضیو کې ښکېل پاته شوي دي.
محمودیه ښار، چې نوال سویدان هلته ژوند کوي، په تېرو شلو کلونو کې څو څو ځله د فرقه واریت تشدد شاهد پاته شوی دی. محمودیه چې د کربلا ښار په لور تللې لویې لارې ترڅنګ آباد دی، هغه کې هم سنیان او هم شیعه ګان اوسیږي. د محمودیه اوسېدونکي وایي چې د ۲۰۰۳ کال نه وړاندې هغوی نسبتآ آرامه باهمي ژوند کولو.
د ۲۰۰۳ کال نه پس د عراق دا ښار د سني او شیعه سختدریځه ډلو ترمنځ د سخت فرقه ییز تشدد ښکار وګرځېد او هرې ډلې به بېرحمانه قتلونه کول. هلته کې تشدد درې اړخه درلودل: سختدریځه شیعه ګانو به سنیان قتلول، سختدریځه سنیانو به شیعه ګان قتلول، او القاعده به په امریکایي ځواکونو حملې کولې.
د نوال سویدان لور په کال ۲۰۰۴ کې د محمودیه د ښار په منځ کې یوې بمي چاودنې کې مړه شوه. زوی یې، صفا، په کال ۲۰۱۴ کې د فرقه ییز تشدد او انتقامي کاروایانو په اړ و دوړ کې لادرکه کړی شو. هغه مهال د داعش ډلې د محمودیه ښار نه شل کلومټره سیمې قبضه کړې، او په غبرګون کې یې شیعه ملېشو هم تشدد پیل کړ.
د نوال سویدان کورنۍ سني مسلمانان دي. که څه هم هغه اوس نه وایي چې زوی یې چا وړی دی، مګر رشته داران یې وایي هغه په دې باور ده چې شیعه ملېشو یې زوی لادرکه کړی دی. سویدان کلونه کلونه د مختلفو ښارونو جېلونو ته ولاړه چې خپل زوی په کې پیدا کړي. د چارواکو او یا هر چا سره چې فکر به یې کولو څه معلومات لري، خبرې به یې کولې. هر کله به چې خبر راغی چې د پلانکي جېل نه قیدیان خوشې شوي، نو نوال به په منډه ورغله چې وګوري زوی يې په هغو کې شته او که نه.
نوال چې کوښښ کوي د خپلو اوښکو مخه ونیسي، وایي: "هر ځای ورپسې وګرځېدم، خو هغه مې ونه موند. نو اوس آرامه ناسته یم او فیصله مې کړې چې خدای پوه شه او کار یې."
د نوال سویدان ګاونډۍ نېدال علي شیعه ده او هغه هم د نوال غوندې درد لري. د نېدال زوی عمار هم په هماغه کلونو کې لادرکه شوی دی.
نېدال علي چې د خپل ورک شوي زوی تصویر یې په خپل ټټر کلک نیولی دی، وایي: "هغو مې زوی یووړ او ویې ویل چې په پنځه مېنېټه کې به بېرته راستون شي. هغو زمونږ د ځایه شپږ کسان یووړل چې ټوله یې ځوانان او غریبان و."
نېدال هم د عراق مختلف جېلونه لټولي او دوکه بازانو هم ورنه پیسې اخېستي چې ګني د هغه د زوی په اړه ورته معلومات ورکولی شي، مګر زوی یې ندی پیدا شوی. عمار چې کله اغوا کړی شو، څلوېښت کلن و او د هغه نه مېرمن او پنځه اولادونه پاته دي.
د عمار کشری زوی محمد چې هغه وخت وړوکی ماشوم و، اوس یوولس کلن شوی او د خپلې نیا ترڅنګ ناست دی.
د رېډ کراس عالمي کمېټه وایي چې د ۲۰۰۳ کال راهیسي یې په عراق کې د لادرکه تنانو څه باندې دري څلوېښت زره (۴۳۲۹۳) قضیې درج کړي دي چې په دې کې قریب اووه ویشت زره (۲۶۷۰۰) کېسونه لا هم ندي حل شوي. دا شمېره د عراق د حکومتي شمېرو نه زیاته ده. د عراق حکومت وایي چې د دوی د اندازې ترمخه په تېرو شلو کلونو کې شپاړلس زره (۱۶۰۰۰) کسان لادرکه شوي دي.
په بغداد کې د آی سي آر سي د دفتر ترجمانه سارا الزوقاري وایي چې ممکن د لادرکه تنانو اصلي شمېره تر دې ډېره زیاته وي.
د عراق د عدلیې وزارت یو چارواکی چې غوښتل نوم یې پټ وساتلی شي، خبریالانو ته ویلي چې صرف د سیاسي تناوونو او فرقه ییز حساسیتونو له کبله ریاست د لادرکه تنانو په اړه پلټنو کې پاته راغلی دی. عراق کې وخت ناوخت ډله ییز قبرونه موندلی کیږي، خو کلونه به وخت نیسي چې په دې قبرونو کې د موندل شوو جسدونو پېژندګلوي وشي.