د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وایي د قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا ولس ټي ټي پي سره یو ځای اوسېدو ته تیار نه دي ځکه د طالبانو د بیا راپورته کیدو پرضد مظاهرې کوي.
هغه وایي دا مهمه خبره ده چې خلک د طالبانو د بیا راپورته کیدو پرضد غیرمسلح احتجاج کوي، دا خلک په ماضي کې د طالبانو لخوا داړل شوي دي.
د وي او ای افغان سروس خبریالې نذرانه غفار سره خبرو کې ښاغلي خواجه اصف ویلي: ’’ تاسو د پي ټي ایم قیادت ته وګورئ، د هغوئ خپل خپلوان ټي ټي پي وژلي دي، دا د ډاډ وړ خبره خبره ده چې خلکو پخپله احتجاج وکړو، ماضي کې یې احتجاج نه ؤ کړی خو اوس دوی محسوس کړه چې د سوله ییزو وګړو په توګه یې تېرو لس،اتوؤ کالو کې کوم ژوند وکړو هغې ته په کتلو سره اوس دوئ پوهیدلي دي چې دټي ټي پي سره په ګډه ژوند نه شي کولی،دوي ډیر په موثره توګه خپل غږ راپورته کړی دی‘‘.
خو کله چې د دفاع د وزیر نه وپوښتلی شول چې هرکله د پي ټي ایم غږ سم اؤ دامن لپاره دی نو بیا پاکستان کې په میډیا ولې ښودل کیږي؟
هغه وویل چون کې د پاکستان د میډیا ټول پام دهیواد سیاسي وضعیت ته ګرځېدلی نو ځکه دټي ټي پي په ضد احتجاجونو او مظاهرو ته یې زیات کوریج نه دی ورکړی.
هغه وویل اسلام اباد د افغان طالب مشرانو سره ښې اړیکې لري خو افغان طالبان په دې بریالي نه شول چې ټي ټي پي د پاکستان پرضد دخپلې خاورې کارولو نه منعې کړي.
هغه وویل دافغان طالبانو اؤ ټي ټي پي ترمینځ یوه انډیوالي(ددفاع د وزير په ژبه کامریډي) شته ځکه چې هغوئ تر شلو کالو دنیټو پرضد یو ځائ جنګیدلي دي خو په ظاهره داسې برېښي چې افغان طالبان دټي ټي پي نه فاصله اختیاروي.
هغه وویل پاکستان کې دټي ټي پي دمشرانو بیا ابادول دعمران خان اؤ دهغه دحکومت تګلاره وه چې دهغه وخت داسټیبلشمنټ ملاتړ هم ورته ترلاسه ؤ خو وایي دا هڅه ناکامه شوې ده.
ددفاع وزیر وویل پخوانیو قبایلي سیمو اؤ دپښتونخوا نورو ښارونو کې عامو خلکو داحتجاجي مظاهرو په کولو دټي ټي پي سره په ګډه داوسیدو نه په سپینو ټکو کې انکار وکړو" اؤ ښه خبره داده چې دا احتجاج مسلح نه دی"
هغه وویل "طالبانو سره زمونږ ډيرې غوره اړېکې دي خو کوم شی چې مونږ پریشانه کوي نو هغه دادی چې تحریک طالبان پاکستان نن هم په پاکستان په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا بریدونو لپاره دافغانستان خاوره کاروي"
ددفاع وزیر وویل یوه میاشت وړاندې یې دایي ایس ایي دمشر سره دافغانستان سفر کې په دې معامله طالب مشرانو سره خبرې کړې وې اؤ هغوئ ددې ستونزې دهواري هوډ په دې وینا سره ښودلی ؤ چې د دوحې دتړون له مخې به دهیڅ یو هیواد پرضد خپله خاوره کارول کیدو ته نه ورکوي.
خو ښاغلی اصف وایي دطالب مشرانو دخبرو نه داسې هم برېښي چې هغوي پاکستاني طالبان له ځانه نه شي مرورولی ځکه چې تر شلو کلونو یې یو ځائ د نیټو پرضد جګړه کړې ده خو وئ ویل هغوي دپاکستان مرسته هم کول غواړي.
افغانستان کې دطالبانو لخوا دنجونو په زده کړو دبندیز په هکله ددفاع وزیر وویل ایران کې هم په ښځو دومره بندیزونه نشته لکه افغانستان کې چې پرې دي.
ددفاع د وزیر په خبره " ایران کې لوڼه پوهنتونونو کې زده کړې کوي ،ټولنه کې یې دښځو یو کردار دی ،هغوئ په سیاسي اؤ معاشي توګه نه دي مفلوج کړل شوي ،سعوي عرب یو قدامت خوښی هیواد ؤ خو اوس هلته هم مېرمنې په هره څانګه کې کار کوي ،دطالبانو په بیرغ هم کلیمه لیکل شوې اؤ اسلام لوڼو اؤ زامنو لپاره یو شان په "اقرا" (ولوله) ټینګار کوي"
هغه وویل طالبان خپلې لاسته راوړنې په ښځو دبندیزو لګولو له لارې زیانمنوي.
طالبان چې دکله نه افغانستان کې بیا اقتدار ته راګرځیدلي دي نو دنجونو په زده کړو د بندیزونو ترڅنګ یې دښځو پارکونو اؤ حمامونو ته په تګ، دفترونو کې په کار کولو اؤ دمحرم نه پرته تر یوې خاصې فاصلې پورې په سفر کولو بندیزونه لګولي دي چې دې دطالبانو په وړاندې دنړۍ غصه راپارولې ده اؤ له هغوئ غوښتنې کوي چې ښځو ته باید دهغوئ ټول بشري حقونه ورکړي.
خو طالبان دریځ لري چې ټول ګامونه داسلامي شریعت په اساس اخلي اؤ وایي په دې لړ کې به دنړیوالو دفشار هیڅ خیال ونه ساتي.
دافغان طالبانو حکومت تر دې دمه دپاکستان په ګډون دنړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی منلی.
( د وي او ای اردو په مننه)