لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د روژې تر پای مسجد اقصا ته دغیرمسلمو په ننوتلو بندیز ولګولو


اسرایل دنهې یا سه شنبې په ورځ دتاوجن وضعیت له امله دیروشلم مقدس مقام (مسجد اقصا) ته د یهودانو اؤ سېلګرو په ورتګ بندیز لګولی دی.

په عین حال کې اسرایلي پوځ ویلي چې مغربي غاړه کې یې دوه مسلح فلسطینیان وژلي دي.

تېره اوونۍ اسرایلي پوځ د مسجد اقصا په ساحه کې کارروایي کړې وه چې دهغې غبرګون کې دغزه،جنوبي لبنان اؤ شام نه په اسرایل راکټونه داغل شوي وؤ.

اسرایل د ددې راکټي بریدونو ځواب په هوایي بمبار اؤ د توپو په ډزولو ورکړی ؤ.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو دامنیتي خبرو نه وروسته خپل یو بیان کې ویلي دي
چې د رمضان تر پائ به مقدس مقام ته (چې یهودا یې په ټیمپل ماونټ بولي) دغیرمسلمو ورننوتل بند وي .

فلسطیني چارواکو په سمدستي توګه دهغه بندیز په اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی چې اسرایل دتېرو څو کالو په مهال پرځای کړی ؤ.

نیتن یاهو ته نزدې وزیر اماربین ګویر ددې بندیز غندنه کړې ده اؤ ویلي یې دي" هرکله چې په مونږ ترهګر یرغل کوي نو مونږ ته یې په ټول قوت سره ځواب ورکول پکاري ،دهغوئ مخې ته وسله غورځول پکار نه ده"

دتېر کال راهسې د اسرایل اؤ فلسطین ترمنځ تاوتریخوالی زیاتېږي اؤ په ځانګړې توګه دمسلمانو د مقدسې میاشتې رمضان اؤ د یهودانو دمقدسې میاشتې پاس په یوځاي د راتلو له امله په دغه مقدسه زمکه دتشدد پېښې سیوا شوې دي.

دنهې په ورځ اسرایلي پوځ ویلي چې دوؤ وسله والو فلسطینانو دپوځ په یوه پوسته ډزې کولې چې په داسرایلي پوځ په ځوابي ډزو کې ووژلی شول.

دا پېښه دایلون موره سیمې سره نزدې رامنځته شوې ده چې دنیلس ښار ترڅنګ ده اؤ دغلته زیاتره وخت نښتې کیږي.

دسږکال دجنورۍ نه راپډیخوا تراوسه د90 نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي چې هغوئ کې زیاتره عسکریت خوښي وؤ اؤ ددې ترڅنګ 19 اسرایلیان اؤ غیرملکیان هم دتاوتریخوالي دې پېښو کې وژل شوي دي.

( دوي او ای اردو په ویب پاڼه دخپور شوي دې رپورټ جزیات د رویټرز نه اخستل شوي دي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG