دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین ویلي، دپاکستان ریاست د ډالري جګړو لپاره بې شمیره پښتانه بچیان ووژل.
اوړمه ورځ دجنوبي وزیرستان په سرا روغه سیمه کې دماین په چاودنه کې دیو تنکي ماشوم د وژل کیدو پرضد دسیمې دخلکو لخوا دسرا روغې پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت راجوړ کړل شوی دی.
دنهې په ورځ راجوړ شوي احتجاجي پرلت ته خپله وینا کې منظور پښتین دماینونو دښځولو اؤ په دې کې دماشومانو د وژل کیدو ذمه واري یې په ریاست ور اړولې ده.
منظور پشتین په ټویټر لیکلي دوي(پي ټي ایم) به دخپل ولس دحقونو لپاره د ریاستي ظلم پرضد خپل مزاحمت ته دوام ورکوي.
داتوار په ورځ دجنوبي وزیرستان په سرا روغه سیمه کې دماین په یوه چاودنه کې دشیرعلي په نوم یو تنکی ماشوم وژل شوی ؤ چې دهغه د وژنې پرضد دسیمې خلکو د سرا روغه پوځي قلعه مخې ته د وژل شوي ماشوم دجسد سره په احتجاجي پرلت لاس پورې کړی دی.
منظور پشین وایي چې داماینونه په سیمه کې ریاستي ادارو ښخ کړي دي .
دپاکستان پوځ یا سیمه ییزې انتظامیې لا په سمدستي توګه دماین په دې چاودنه اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د لګول شوؤ تورونو په اړه خپل دریځ نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې پوځ ویاند په بیلابیلو موقعو ویلي چې دماین پاکۍ مسلې ته یې پام شته اؤ په دغه اړوند یې سیمه کې کاري ډلې په فعالیتونو بوختې دي.
منظور پشتین لیکلي چې نن هم دماین چاودنه کې د وژل شوي تنکي ماشوم دجسد سره په سرا روغه کې دپوځي قلعه مخې ته احتجاجي پرلت دوام لري.
په سرا روغه کې راجوړ شوي احتجاجي پرلت ته پخپله وینا کې دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزیب مسید پخپله وینا کې ویلي په دې سیمه کې ریاستي ادارو ماینونه کرلي دي چې دا ماینونه اوس دپښتنو بچیان دخپل ژوند په قیمت لو کوي.
عالمزیب مسید ویلي تر اوسه ګڼ شمیر ماشومان دماینونو په دې چاودنو کې وژل شوي خو ریاست هډو ددې خبرې منلو ته تیار نه دی چې ګنې دلته دماینونو ستونزه شته.
هغه ویلي کله چې دسیمې خلک ماینونو کې دخپلو اولادونو د وژلو ژړا کوي نو واکمنان د هغوئ دې فریاد ته د پروپیګنډې نوم ورکوي.
دماین چاودنه کې دماشوم وژل کیدو دا تازه پېښه د اتوار په ماښام د سراروغه تحصیل په جنته ویشتني سیمه رامنځته شوې وه.
د مارچ په میاشت کې په بره جنوبي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې شوې دي.
وروستۍ چاودنه د مارچ په 25مه سراروغه سیمه کې شوې وه چې پکې یوه ماشوم ژوبل شوی و.
د روانې اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې يوه ماين چاودنه شوې چې پکې دوه کم عمره هلکان ژوبل شوي وو.
پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په پخوانۍ فاټا کې د ماينونو په پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده چې بېګناه خلک پکې وژل کيږي او تازه پکې په وزيرستان کې يو تنکی هلک وژل شوی دی
د بشري حقونو کمېشن تېره ورځ خپل یو بیان کې د چارواکو نه غوښتنه کړې چې دغه ماينونه دې په سمدستي توګه پاک کړی شي.
د پي ټي اېم د شمېرو تر مخه د ځمکني ماین چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې په وزیرستان کې شوي چې پکې د علاقې 400 کسان د ماين چاودنو ښکار شوي دي په دغه شمېرو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
په حکومتي کچه دا شمېرې نه دي تايید شوي خو انتظامیه وایي په ځمکني ماین چاودنو کې د وژل شوو او ژوبل شوو کسانو ته د مرستو لړۍ پېل کړی شوې ده.
د پاکستان د پوځ مخکني ویاند مېجر جنرل بابر افتخار تېر کال ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.