د پاکستان د غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو ویلي، نن سهار د ښار په ملير ضلع کې په چينايي کمپنۍ دوه ترهګر ورغلي کمپنۍ ته د ننوتلو هڅه یې کوله، پوليسو پرې ډزې کړي يو ترهګر یې وژلی او بل تښتېدلی دی.
د کراچۍ د ملير ضلعې پوليس ویلي، ياده پېښه د سکهن تاڼې په علاقه کې شوې ده.
د ملير ضلعې د پوليسو مشر [اېس اېس پي] واصف قرېشي مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي، سهار خواوشاه نهه بجې دا پېښه شوې دوه ترهګر چې دننه کمپنۍ ته ننوتل، پوليس پرې ډزې کړي او يو یې وژلی دی.
هغه ویلي، د وژل شوي ترهګر د ولقې نه یې يو کلاشنکوف، 11 ميګزينې او څه د خوراک سامان ترلاسه کړی دی.
پوليس افسر ویلي، په دغه مهال يو پوليس سپاهي اکرم هم ژوبل شوی دی.
د سي ټي ډي پوليس مشر عمر خطاب ویلي، د وژل شوي ترهګر سره کوم خودکش جېکټ نه وو، وسله ورسره وه خو وژل شوی دی.
هغه ويلي د بريدګرو پرضد په وخت کارروايي شوې او پوليس د غټې ترهګرۍ مخه نيولې ده.
پوليسو د وژل شوي او تښتېدلي ترهګر پېژندګلو نه ده ښکاره کړې، او نه د پېښې زمه واري چا منلې ده.
د کراچۍ پوليسو په ټويټر هم ویلي، دوه ترهګرو په داود جیټي د چينايانو د وژلو هڅه کوله خو د ډزو په تبادله کې يو ترهګر وژل شوی او بل تښتېدلی دی. پوليس ويلي د پېښې نورې پلټنې یې پېل کړي دي.
تېر کال په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور پکې وژل شوي وو.
د بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.
په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو د بريد وروسته چين د پاکستان نه په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو ترڅنګ چينايانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنې کړې وې.
پاکستان کې وخت په وخت په چينايانو بریدونه شوي چې پکې د زياترو زمه وارۍ بلوڅ بېلتون غوښتونکو منلي دي.
تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چين سفر کړی او د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو،" صدر شي ژين پينګ د پاکستان وزیراعظم ته په پاکستان کې د چينايي چارواکو په امنيت لويه اندېښنه او تمه څرګنده کړې چې چينايي ادارو او کار کوونکو ته به په مرستندويه پروژو کې امنیت يقيني کړي".
د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ [سي پېک] پروژه کې په پاکستان کې د زرګونو په شمېره کې چينايان کار کوي.
د کال 2021م د جولايۍ په مياشت کې د داسو په ډېم او بجلۍ په پروژه کار کوونکو چينايي اينجينيرانو او ځايي کار کوونکو په ګاډي چاودنه شوې، د نهه چينايي وګړو په ګډون پکې 13 تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
یادې پېښې ته پاکستاني چارواکو په لومړي سرکې د ګېس ليک کېدو له امله د چاودنې پېښه ويلې خو وروسته بيا د اګست په میاشت کې د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي وو دا ځانمرګی بريد وو.
له دغې وړاندې د کال 2021م د اپريل په 21مه د کوټې د سرينا هوټل په موټر تم ځای (پارکينګ) کې يو ځانمرګی بريد شوی چې پکې پينځه تنه وژل شوي وو.
دغه بريد هغه وخت تر سره شوی وو چې د چين سفير د کوټې د ښار په دوره وو او استوګنه يې په هم دې هوتل کې وه، خو حکومتي چارواکو ويلي وو چې د بريد پر وخت د چين سفير په ياد هوټل کې نه وو.