لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د چين قرضونه د نړۍ غريب هېوادونه د سقوط کندې ته غورځوي


د نړۍ يو درځن غريب يا بې وزله هېوادونه چې د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دي او په سلګونو اربه ډالرو د بهرنيو قرضونو د بوج لاندې سقوط کوي، په دوی کې ډېر د نړۍ تر ټولو لوی او نه بخښونکي هېواد چين قرضداري دي. دغه خبره اېسوسي اېټډ پرېس [اې پي] په خپل يو څيړنيز رپورټ کې کړې ده.

اې پي ویلي، د چين په زياتو قرضدارو هېوادونو کې پاکستان، کينيا، زيمبيا، لاوس او منګوليا شامل دي او دغه هېوادونه د قرضونو بيرته ورکولو دپاره د خپلو ماليو څخه زياتې پېسې کاروي، د کومو پېسو چې دغو هېوادونو ته د خپلو سکولونو خلاصو ساتلو، د بجلۍ ورکولو، خوراک څښاک د توکيو او توانايۍ ته ضرورت دی.

د رپورټ ترمخه، یو چين دې ته نه دی تیار چې قرضونه وبخښي او بل دغه خبره پټه ساتي چې څومره قرضونه یې ورکړي او په کومو شرطونه یې ورکړي دي، د دې له امله نور غټ قرض ورکوونکي مخې ته نه شي راتلی چې د بې وزلو مدد وکړي. په دې وروستيو کې معلومه شوې چې کوم هېوادونه قرضونه اخلي هغه دې ته اړ کړی شوي چې خپل اکاونټونه پټ وساتي ځکه چې که قرضونه بيرته ورکوي لومړی یې ترې چين غواړي.

اې پي په خپل څيړنيز رپورټ کې ویلي، هغه هېوادونه چې د قرضونو د 50 فيصده نه زيات پور یې د چين څخه اخستی دی په دوی کې ډېر د خپلې ماليې د درېمې نه زياته برخه په قرضونو کې واپس کوي.

ويل شوي د چين په قرضدارو هېوادونو کې دوه هېوادونه سري لنکا او زېمبيا دېواليه شوي دي.

د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ترمخه په پاکستان بهرنۍ قرضې 126.6 اربه ډالره دي او په دې کې 30 فيصده يواځې د چين دي.

اې پي ویلي، په پاکستان کې د ټېکسټايل په کارخانو کې په لکونو خلک ځکه بې روزګاره شوي دي ځکه چې په ملک بهرني قرضونه زيات دي او د هغې له امله نه شي کولی چې کارخانو ته بجلي ورکړي او مشينان وچلوي.

څيړونکو وړاندوينه کړې که چين غريبو هېوادونو ته د ورکړو قرضونو په لړ کې خپله رويه نرمه نه کړي نو نور هېوادونه هم دېواليه کېدی شي او د سياسي اړي ګړي سره مخ کېدی شي.

ویل شوي، په تېرو وختونو کې په داسې حالاتو کې، امریکې، جاپان او د فرانس په رنګ غټو قرض ورکوونکو هېوادونو نورو ملکونو ته د قرضونو بخښولو معاهدې کړي او قرضدارو هېوادونو بيا دا په ډاګه کړې چې په دوی څومره قرضونه دي په کومو شرطونو یې ترلاسه کړي چې څوک دا ونه ګڼي چې ګنې د دوی سره دوکه شوې ده.

په خپلو قرضونو د اربونو ډالرو د غټ تاوان اوچتولو دپاره د چين ناخوښۍ، په کوم څه چې ايي اېم اېف او نړيوال بېنک ټينګار کوي، ډېر هېوادونه دې ته مجبوره کړي دي چې سود ورکوي، کوم یې چې په اقتصادي پرمختګ کې خنډ جوړيږي.

خو د چين د بهرنيو چارو وزارت د اې پي د خبر په غبرګون کې ویلي چين داسې قرض ورکوونکی هېواد نه دی چې قرضونه نه بخښي.

چین ویلي، چې قرضونه بيرته ورکوونکو ته یې د واپس کولو موده غځولې، د بېړنيو قرضونو په شکل کې، او د کرونا وبا په مهال د موقتي قرضونو د سود په واپس کولو کې یې رعايتونه ورکړي دي.

چين زياته کړې د افریقايي ملکونو د 23 نه زيات قرضونه یې معاف کړي دي.

د اې پي په رپورټ کې ویل شوي بيجينګ د قرضونو ورکولو يوه داسې پټه لړۍ پېل کړې کومې چې شکونه او بې ثباتي سېوا کړې ده.

[رپورټ د اې پي په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG