د ترکي صدر رجب طېب اردوان تېره ورځ ترسره شوي انتخابات ګټلي. د انتخاباتو دویم پړاو د ګټلو وروسته خپلو پلویانو ته د وینا په وخت اردوان د ترکي د ولس مننه کړې. د صدارتي ټاکنو د لومړیو نتیجو تر مخه صدر اردوان د اتوار په ورځ اچول شوو رایو کې ۵۲٪ او د هغه مخالفه کاندید کمال قلیچداراوغلو ۴۸٪ راېې ترلاسه کړي.
اردواان خپلو پلویانو ته ویلي ٬٬ ځه د خپل هیواد د هر یو غړي مننه کومه چې د دغه ذمه وارۍ لپاره یې په ما باور وکړو چې یو وارې بیا د پینځه کالو لپاره حکومت وکړم.٬٬ د صدر اردوان به په واک کې د پاتې کیدو دا دریمه عشره شي.
د اردوان مخالفه کمال قلیچداراوغلو د نتیجو وروسته په انتخاباتو کې د ګډوډۍ تور لګولی. نوموړي ویلي ٬٬٬ مونږ په نژدیو کلونو کې تر ټولو غېر عادلانه انتخابات تجربه کړل. د ریاست ټول وساېل د یو سیاسي ګوند لپاره کارول شوي او ټول امکانات د یو سړي د پښو لاندې شوي.٬٬ خو کمال بیا د هغه ۲۵ مېلینه خلکو مننه هم کړې چا چې هغه له رایې ورکړي.
د اتوار د ورځې په ټاکنو کې د هغه د ګټې زیات امکان لیدل کیدو ځکه چې د انتخاباتو لومړي پړاو کې په لږو شمېرو د ګټې نه پاتې شوی وو. د صدارتي ټاکنو دواړه کاندیدانو په خپلو اخیریو وینا ګانو کې ویلي وو، د صدارتي انتخاباتو لپاره د خلکو په زیات شمېر کې رایه ورکول مهم دي.
د اتوار/ یکشنبې د ورځې ټاکنې په ترکیې کې د صدارتي انتخاباتو دویم دور ګڼل کیږي چې په کې رجب طیب اردوان او کمال قلېچدار اوغلو د صدارتي عهدې په سر مقابلې ته راوتلي وو. اردوان د تېرو شلو کلونو راهېسي – کله د وزیراعظم او کله د صدر په توګه – د ترکیې مشر پاته شوی او اوس هم د هغه هېواد صدر دی. څو هفتې وړاندې چې په ترکیې کې انتخابات وشول، په هغه کې رجب طیب اردوان تر خپلو نورو رقیبانو زیاتې رایې وګټلې، مګر بیا یې هم پنځوس فیصده پوره نکړل او انتخابات دویم دور ته وغځېدل.
د هغه رقیب، قلېچداراوغلو څلور اویا (۷۴) عمر لري او د اردوان د شپږو رقیبو ګوندونو د اتحاد له خوا رامخې ته شوی دی. هغه د ترکیې د یو حزب اختلاف مشر دی.
د قلېچداراوغلو رقیب، نهه شپېته (۶۹) کلن اردوان دی چې په انتخاباتو کې ماتول یې آسانه نه ښکاري. اردوان په داسې حال کې د انتخاباتو په اول دور کې د ماتې نه بچ پاته شو چې ترکیې کې سخته ګراني راغلې او درې میاشتې وړاندې هغه ملک کې تباه کنه زلزله هم شوې وه.
که رجب طیب اردوان د نن ورځې په انتخاباتو کې کامیابي حاصله کړي، په دې معنا به وي چې دا به د ترکیې د مشر په حیث د اردوان د واکمنۍ درېیمه لسیزه وي. د هغه تر واک اختیار لاندې، د ترکیې حکومت ورځ تر بلې د آمریت خوا ته مخې ته تللی دی.
د نظرپوښتنو نتایج دا څرګندوي چې اردوان د خپل رقیب نه صرف یو څو پواینټه وړاندې دی. ترکیې کې د رایو ورکولو لړۍ نن د هغه ملک په وخت، د مازدیګر په پنځو بجو پای ته رسیږي او طمعه ده چې د هغه نه پس په څو ساعتونو کې به نتایج اعلان کړی شي.