لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي هغه شک نه لري چې په ضد به یې پوځي عدالت کې مقدمه چلول کیږي اؤ زندان ته به اچول کیږي


دپاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان وایي هغه په دې خبره کې هیڅ شک نه لري چې په ده به پوځي عدالت کې مقدمه چلولی اؤ زندان ته به اچولی شي.

خبري شبکې رایټرز سره مرکه کې چې کله دعمران خان نه پوښتنه وشوه ،دهغه دګوند پرضد د روانو عملیاتو ترشا دچا لاس دی نو عمران خان وویل "دا اسټیبلشمنټ دی،ددې مطلب هم پوځي اسټیبلشمنټ دی چې اوس هیڅ پټ پناه نه دی،هغوي دا هرڅه ښکاره جاره کوي"

په نهم مئ دعمران خان دګرفتارۍ په ضد دشوؤ قهرجنو احتجاجونو نه وروسته عمران خان تور لګولی چې دی اړي ګړي‌ کې داستخباراتي شبکو لاس ؤ اؤ مقصد یې هغه په نخښه کول وؤ.

دنهم مئ احتجاجونو کې دبرخه لرونکو پرضد پوځي عدالتونو کې دمقدمو په اړه عمران خان وویل همدا یوه لاره یا طریقه ده چې هغه پرې نیول کیدای شي.

هغه وویل سږکال د نومبر نه وړاندې ملک کې عام انتخابات کیدل دي اؤ تور یې ولګولو چې پوځ دالیکشن دلارې بیا اقتدار ته دهغه د رسیدو مخه نیول غواړي.

عمران خان وویل هغه هیڅ شک نه لري چې پوځي عدالتونه دده لپاره جوړ کړی شول.

پخواني وزیراعظم دملک دطاقتورې استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په نوم اخستو سره وویل ایي ایس ایي دده پرضد عملیاتو کې لاس لري .

هغه وویل دګوند دوه مهم مشران یې مذاکراتو لپاره وبللی شول اؤ کله چې هغوئ لاړل نو هم هلته کښېنولی شول اؤ ورته وویل شول چې ترڅو هغوي د ګوند پرېښودو اعلان نه وي ګړی تر هغې نه شي تللی.

عمران خان هیواد کې د روان سیاسي تاؤ تریخوالي دختمولو په اړه وویل ده د پوځ سره تماس نیولی ترڅو ملک دموجوده بحران نه وویستل شي خو وایي پوځ هغه ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی اؤ هغه نه پوهیږي چې دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ولې په مبینه توګه د هغه یوې ډډې ته کولو لپاره مټې رابډ وهلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دتېر کال راهسې پرله پسې دعوې کوي چې دهیڅ یو ځانګړي ګوند ملاتړ نه کوي بلکې په بې پلوه توګه دملک دایین په اساس دحکومت اوامر مني.

بل لوري ته پاکستان کې واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم کې دشاملو ګوندونو مشران په عمران خان اؤ تحریک انصاف ګوند دغبن اؤ ملک کې د اړي ګړي جوړولو تورونه لګوي.

عمران خان وویل په څنګه طریقه چې ایي ایس ایي چلول کیږي، د وزیراعظم په توګه هغه په دې خوښ نه ؤ خو نوموړي هغه چارې په ګوته نه کړې چې ده ورسره اختلاف لرلو.

عمران خان وویل هم له دې امله یې موجوده پوځي سر لښکر جنرال عاصم منیر پخپل حکومت کې دایي ایس ایي د ډایریکټر جنرل دڅوکۍ نه لرې کړی ؤ .

دخان په وینا کیدای شي دهغه(عاصم منیر) دخفګان وجه هم دا وي چې هغه ورته داستعفا ورکولو وینا کړې وه اؤ وایي هم دې(شي) عاصم منیر غصه دی

پخواني وزیراعظم وویل جنرال عاصم منیر اوس باید خپل منصب نه د لرې کیدو اندېښنه ونه لري ځکه چې هغه اوس دپوځ سرلښکر دی اؤ پوښته یې وکړه چې اوس هغه ولې غصه پالي؟

( د وي او ای ارډو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG