د خېبرپښتونخوا د ژغورنې ادارې [رېسکيو1122] ترمخه په بنو، لکي مروت، او کرک کې د راغلي طوفاني باران او سيلۍ له امله لږ تر لږه 25 تنه مړه شوي او د 145 پورې ژوبل شوي دي. د ژغورنې ادارې ويلي، په مړه شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ادارې ترمخه زياتې پېښې د چتونو او ديوالونو غورځېدو له امله شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې [پي ډي اېم اې] ويلي، د مرستو سيکرټري ته یې د امدادي کارونو د ګړندي کولو لارښوونه کړې او د ژغورنې ادارې ته یې د مرستو دوامداره ساتلو ويلي دي.
ويل شوي د مرستو سيکرټري په بنو ضلع کې د اغېزمنو دپاره د څلور کروړه روپیو مرستې جاري کړي دي.
په خېبرپښتونخوا کې د موسمیاتو محکمې په لسم جون د صوبې په زياتو ضلعو کې د تود او وچ موسم امکان څرګند کړی وو.
د دې سره د صوبې په زياتو مېداني علاقو کې د شپې په وخت د تېزو ګرد الوده هواګانو او تېزې سيلۍ سره د باران وړاندوينه شوې وه.