لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: وسله والو سره نښته کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي


دپاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار کراچۍ کې وسله والو سره نښته کې دوه پولیس عسکر وژل شوي دي.

د کراچۍ ایسټ د پولیسو مشر یا ایس ایس پي رسنیو ته ویلي دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ د الاصف سکوایر سیمه کې شوې ده.

هغه ویلي پولیسو دغلته د جرایم پېشه کسانو د شتون اطلاع تر لاسه کړې وه اؤ کله چې پولیس د هغوي په نیولو پسې یادې سیمې ته ورسیدل نو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.

د پولیسو مشر دې پېښه کې د رحمت اؤ‌ حکیم په نومونو د سهراب ګوټ پولیس تاڼې د دوؤ پولیسو وژل کېدل تایید کړي دي.

د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې ورځ تر بلې د شوکو اؤ ډاکو پېښې په سېوا کېدو دي اؤ‌ پاکستاني مطبوعات وایي د روان کال په وړومبیو پینځوؤ میاشتو کې د شوکو اؤ ډاکو په مهال دغه ښار کې 61 کسان په مزاحمت کولو وژل شوي اؤ 289 نور ژوبل شوي دي.

دکراچۍ دپولیسو مشر عالم اوډهو مني چې په کراچۍ کې دشوکو پېښې زیاتې شوي خو وایي چې دهدفي وژنو پېښې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ تاوان لپاره دخلکو تښتونې پېښې کمې شوې دي.

تېره اوونۍ دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې په تېرو پینځوو میاشتو کې دکراچۍ دننه دشوکو اؤ ډاکو 29 زره اؤ 171 پېښې شوي دي.

د رپورټ له مخې دجنورۍ میاشت کې د 7 نه زیاتې اؤ په فرورۍ کې 6 زره د شوکو اؤ ډاکو پېښې ریکارډ کړل شوې دي.

دغه رپورټ وایي دکراچۍ په لارو کو څو کې په مارچ کې 7 زرو نه زیاتې ، اپریل کې 7 زره اؤ 278 اؤ مئ کې پینځوؤ زرو نه زیاتې پېښې شوې دي.

رپورټ کې دچارواکو له خولې ویل شوي دي چې په پینځوؤ میاشتو کې 9464 وګړو نه موبایل فونونه اؤ 17125 نه موټر سایکلې د وسلې په زور تروړل شوې دي.

رپورټ کې ویل شوي چې پروسکال په کراچۍ کې د وړومبیو پینځوو میاشتو په مهال 23651 دشوکو پېښې شوې وې.

د روان کال په پیل کې د کراچۍ دپولیسو مشر جاوید عالم اوډهو دټي وي یو پروګرام کې دخبرو په مهال ویلي وؤ په لارو کې شوکې کول اسان کار دی ځکه دکراچۍ دننه شوکو کې اضافه شوې ده خو هغه دعوه کړې وه چې په دې ښار کې بیا هدفي وژنې ختمې شوي اؤ دقلنګ غوښتنې اؤ پیسو لپاره دخلکو تښتولو پېښې کمې شوې دي.

دپولیسو مشر منلې وه چې پروسکال هم کراچۍ کې دشوکو په مهال 111 کسان وژل شوي وؤ اؤ دشوکو پېښې د24 زرو نه 28 زرو ته لوړې شوې وې.

دپولیسو مشر وایي سږکال کراچۍ کې دجرمونو دمخنیوي په غرض لګول شوؤ کیمرو کې دپینځوو زرو نورو کمیرو اضافه شوې ده .

دنوموړي په وینا د ملزمانو دنیولو اؤ لټولو عمل غوره دی خو دانویسټي ګیشن یا پلټنو عمل بیا زیات پیاوړی نه دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG