واشنګټن - سېلویو برلسکاني، چې د اېټلي یو متنازعه وزیراعظم تېر شوی و، د ګل/دوشنبې په ورځ د میلان ښار په یو هسپتال کې د شپږاتیا (۸۶) کلونو په عمر مړ شو. هغه د وینې د کېنسر مرض درلود او د معالجې لاندې و.
برلسکاني چې یو مالداره سیاستمدار و، پخپل ژوند کې یې زیاتره د مېډیا پام ځان ته اړولی و.
د هغه مینه والو د ګل/دوشنبې په ورځ میلان ښار ته څېرمه د برلسکاني د حویلۍ مخې ته د ګلو ګېډۍ کېښودلې. ټاکل شوې ده چې د هغه د جنازې دستوره د شورو/چهارشنبې په ورځ کوم چې حکومت د قامي ماتم ورځ اعلان کړې ده، د میلان په ډومو کېټډرل کې پرځای شي.
برلسکاني خپل کاروبار د جایدادونو د آباتولو او خرڅولو د لارې پیل کړ او بیا یې یو ټي وي چېنل جوړ کړ چې زښته زیاد مقبول وګرځېد. تر څنګ یې، برلسکاني یو اخبار او مجلې هم وچلولې. د هغه د پراخو کاروبارونو او سرمایه کاریو په لړ کې، د اې سي میلان فټبال ټیم هم شامل و. یو وخت کې هغه د اېټلي تر ټولو زیات مالدار سړی پېژندل کېدلو.
په ۱۹۹۰مو کلونو کې، برلسکاني د خپل دولت او مېډیا نېټ ورک په مرسته سیاست ته داخل شو. څېړونکي وایي چې برلسکاني د اېټلي سیاست ته د اول ځل دپاره امریکایي رنګ ورکړ.
برلسکاني چې یو ښی اړخی سیاستمدار بلل کېدلو، څلور ځله د اېټلي وزیراعظم وټاکل شو چې اول ځل یې په ۱۹۹۴ کال کې و.
برلسکاني د خپلو عهدو په وخت کې د مختلفو سیاسي سکېنډلونو او قانوني ستونزو سره مخ شوی و.
د هغه په اړه دا هم مشهوره دي چې د بدلمنو ښځو سره به یې جنسي محفلونه جوړول او یو ځل خو ورباندې دا تور هم ولګېدلو چې یوې تنکۍ نڅاګرې ته یې د جنسي اړیکې دپاره پیسې ورکړې وې. هغه وروستو د دې الزامونو نه بري وبلل شو.
د هغه خلاف د ګڼ شمېر کېسونو د درج کېدلو باوجود، صرف په یوه قضیه کې مجرم وپېژندل شو چې هغه په ۲۰۱۳ کال کې ټېکس فراډ جرم و. په دې کې یې یوه سزا دا ورته واورول شوه چې پنځه کاله به هېڅ کومې سرکاري عهدې ته نه پرېښودل کیږي.
مګر د دغو ټولو سکېنډلونو باوجود، برلسکاني یو دایمي سیاسي میراث له ځانه پرېښودلو. په روم کې د لوېس پوهنتون یو استاذ روبرټو ډالېمنټو وایي، برلسکاني هغه کس و چې د اېټلي په سیاست کې یې ټول ښي اړخي سره متحد کړل.
هغه د خپل ژوند تر آخره په سیاست کې شامل پاته شو او تېر کال یو ځل بیا د اېټلي سېنټ ته وټاکلی شو.
د برلسکاني فورزیا اېټالیا پارټي اوس هم د برسراقتدار حکومت په ائتلاف کې شامله پارټۍ ده.