لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ د فدرالي تورونو په وړاندې وویل چې دی بې ګناه دی


واشنګټن – د امریکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ په میامي کې د فدرالي قاضي په وړاندې راښکاره او د هغو تورونو په وړاندې یې ځان بې ګناه وبللو چې د سپینې ماڼۍ له پرېښودلو سره یې په غیرقانوني توګه د حکومت په سلګونو پټ امنیتي اسناد له ځان سره ساتلي وو او د حکومت لخوا یې د ترلاسه کولو د هڅو مخه نیولې وه.

ټرمپ تېره اونۍ هغه مهال تاریخ جوړ کړ کله چې فیدرالي جوري په هغه باندې ۳۷ جرمي دفعې ولګولې.

په دغو کې ۳۱ دفعې له ځان سره د هغو پټو یا محرمو امنیتي دفاعي اسنادو د ساتلو په اړه وې کوم چې یې په فلورېډا کې د مارالاګو په نامه په خپل شخصي استوګنځي او کلب کې ساتلي وو.

محکمې ته د پخواني ولسمشر ټرمپ راښکاره کېدل د کلک امنیت لاندې ترسره شول او د ټرمپ په سلګونو پلویان د باندې راټول شوي وو.‌

ټرمپ له خپلو ملاتړو غوښتي و چې په میامي کې لاریون وکړي او له دې سره دا اندېښنې زیاتې شوې وې چې کیدای شي دغه لاریون په تاوتریخوالي واوړي خو د محکمې بهیر بې له کومې پېښې سر ته ورسېده.

د پخواني ولسمشر د موټرو کتار د محکمې ودانۍ ته د ماسپښین له دوه بجو مخکې ورسېده او د پولیسو له کرښې څخه د باندې د هغه ملاتړو چیغې وهلې چې "مونږ له ټرمپ سره مینه لرو."

هغه بیا د مجیسټریټ قاضي جانتن ګوډمن مخې ته په ده باندې د ټولو ۳۷ جرمي لګول شویو دفعو په وړاندې ځان بې ګناه وباله.

د ټرمپ وکیل ټاډ بلانچ قاضي ته وویل، "مونږ له ډاډ سره د بې ګناهۍ غږ پورته کوو."

ځینې کارپوهان دغه تورونه ستر قانوني خطر بولي چې پخوانی ولسمشر ورسره مخه شوی دی.‌

د ټرمپ په وړاندې د ۴۹ پاڼو په دغو تورونو کې هغه په دې تورن شوی چې د ولسمشر جو بایډن په وړاندې په انتخاباتو کې تر ماتې خوړولو وروسته د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې کله چې هغه دفتر پرېښوده له سپینې ماڼۍ څخه یې مارالاګو ته په سلګونو پټ یا کلسیفایډ اسناد له ځان سره وړي وو.

دغه اسناد د حکومت د هغو رازونو څخه وو چې په ډېره کلکه توګه یې ساتنه کېدله.

په دغو اسنادو کې د امریکا د اټومي پروګرامونو په اړه هم معلومات وو او ورسره امریکا او متحدینو یې د برید له ګواښ سره مخ کېدای شول. په تورونو کې راغلي چې له دې سره د امریکا ملي امنیت ته خطره جوړېدله.

په ټرمپ باندې د لګول شویو تورونو څخه ۳۱ یې د ملي دفاعي پټو اسنادو له ځان سره ساتل وو چې ورسره تر لسو کالو پورې د بند سزا هم تړلې ده.

پاتې شپږ تورونه یې په دې اړه دي چې وروسته له هاغې چې ایف بي آی او ګرنډ جیوري سپینۍ ماڼۍ ته د دغو اسنادو د بېرته ورکولو غوښتنه وکړه خو ټرمپ یې مخه ونیوله.

په تورونو کې راغلي، پخواني ولسمشر د ادعاو له مخې، خپل یو وکیل ته لارښونه کړې وه چې دا اعلان کړي چې دی هغه اسناد نه لري د کومو چې ګرنډ جیوري غوښتنه کړې وه.

او کله چې وکیل د مارالاګو د کتلو غوښتنه وکړه نو ټرمپ د ادعاو له مخې، دغه اسناد د زېرمې له خونې څخه خپل استوګنځي ته انتقال کړل چې له نیول کېدو یې مخنیوی وکړي.

ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکو له مخکښو کاندیدانو څخه دی دغو تورونو ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا د بایډن د ادارې د بې عدالتۍ وسله ده او ژمنه یې کړې چې دی به خپل کمپاین ته دوام ورکوي حتی که محکوم هم شي.‌

ټرمپ پولیټیکو ته د شنبې یا خالي په ورځ په یوې مرکه کې وویل، "زه به هېڅکله ولاړ نشم."

تمه وه چې ټرمپ د خپل ځان په دفاع تر څرګندونو وروسته نیوجرسي ته پرواز وکړي او د خپل ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د لومړني ځل پيسو راټولولو یا فنډریزینګ کوربه وي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG