د بایپر جوای په نوم سمندري طوفان نن د زیارت په ورځ دپاکستان دسیند صوبې د کیټي بندر اؤ دهند دګجرات سمندري غاړې سره ټکر کیږي.
دچهارشنبې یا شورو په شپه شپه دپاکستان دموسمیاتو محکمې پخپل خبرداري کې ویلي چې دا طوفان دکرچۍ د جنوب لویدیځ نه قابو 310 کلومیټره، دټهټه نه 300 اؤ د کیټي بندر نه په 240 کلو میټره فاصله دی.
تېره ورځ بحیره عرب کې د راپورته شوي دې سمندري طوفان مخه دکراچۍ نه یو څه ګرځېدلې وه خو دموسمیاتو محکمې په خبرداري کې ویل شوي چې اوس یو وارې بیا دا طوفان کراچۍ ته رانزدې شوی دی اؤ دکراچۍ دجنوب نه د310 کلو میټره په فاصله دی.
دتېر ماسپښین نه راپدیخوا کراچۍ سره ددې سمندري طوفان فاصله 60 کلو میټره کمه شوې ده.
پاکستان کې دقدرتي افتونو په مهال مرستندویه ادارې این ډي ایم ای ویلي دسمندري طوفان له امله تهرپارکر،بدین اؤ کراچۍ ډویژنونو کې دباران امکان دی.
دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د سمندري طوفان نتیجه کې په ممکنه توګه مخې ته د راتلونکي وضعیت په مهال دبېړنیو مرستو کمیټي جوړه کړې ده چې دچاپېریال دبدلون اؤ د اوبو اؤ ایي ټي مرکزي وزیران یې دغړو په توګه اخستل شوي دي.
دسیلاب دممکنه بدو اغېزو په مهال خلکو سره دمرستو لپاره دپوځ اؤ رینجرز ځواکونه هم چمتو ساتل شوي دي.
این ډي ایم ای وایي تر دې دمه نزدې 75 دمرستې کیمپونه لګول شوي دي اؤ د پوځ ،نیوي اؤ رینجرز ځواکونو په مرسته د ټهټهوسجاول اؤ بدین نه تر اوسه خوا وشا 73 زره کسان خوندي کیمپونو ته منتقل کړل شوي دي.
د سمندري طوفان په مهال خلکو ته په احتياطي تدابيرو کې ویل شوي، د طوفان په مهال دې خلک ځانونه خوندي ساتي، په کورونو کې دې بجلي او ګېس بند ساتي، دروازې او کړکۍ دې بندې ساتي، د طوفان له امله بجلي بندېدی شي ځکه اضافي بېټرۍ دې ځان سره وساتي، د اور لګېدو د خطرې له امله دې موم بتۍ نه بلوي.
او د طوفان وروسته دې د چارواکو لخوا د سيمو خوندي ګرځولو پس بيرته ستانه شي، اغېزمنو ودانيو ته دې نه ځي، د بجلۍ د ماتو ستنو او تاروانو څخه دې په ډډه اوسي او د ممکنه صحت د خطرو نه دې ځان خبر ساتي.