لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د انساني سمګلنګ په رپوټ کې په افغانستان، روس او نورو باندې نیوکې کړي دي


واشنګټن - د امریکا حکومت په نړۍ کې د انسانانو د قاچاق/سمګلېنګ د ارزونې په برخه کې خپل کلنی رپوټ جاري کړی او په هغه کې یې افغانستان، چین، او روس د هغو ملکونو په ډله کې شمارلي کوم چې د انساني قاچاق له اړخه د فکرمندۍ وړ ګڼل کیږي.

د امریکا د خارجه وزارت له خوا دغه شایع شوي رپوټ کې برما، کمبوډیا، ارېتریا، شمالي کوریا، جنوبي سوډان او ونزوېلا هم په هغو څلورویشتو (۲۴) ملکونو کې ګڼل شوي کوم چې د انساني سمګلنګ له اړخه دریمه درجه یا تر ټولو ناوړه ګټګورۍ کې شامل دي.

د دې ارزونې ترمخه، درېیمه درجه ملکونه هغه دي چې د انساني سملګنګ سره د مقابلې په برخه کې یې حد اقل معیار هم نه وي پوره کړی او په دې لاره کې یې کوم د پام وړ کوښښ هم نه دی څرګند کړی. دغه ډول ملکونه د ممکنه پابندیو سره مخ کېدلی شي.

د امریکا د خارجه وزارت په دې رپوټ کې، لېبیا، صومالي او یمن، چېرته چې د خانه جنګیو له امله د معلوماتو راټولول ستونزمن دي، دا ملکونه یې "خاص کېسونه" بللي دي.

د امریکا د خارجه وزیر انټني بلېنکن په وینا، د سږ کال رپوټ څو د فکرمندۍ وړ ځانګړتیاوې په ګوته کوي – د هلکانو او ځوانو نارینه و په سمګلنګ کې اضافه، د جبري کار دوامداره اضافه، او د آنلائن تېراېستلو یا دوکه کولو د لارې د مزدورانو د سمګلنګ سېوا کېدل.

ښاغلي بلېنکن وویل: " [د کرونا وایرس] عالمي وبا، دا ټرېنډ زښته زیات کړ. سمګلرانو د پراخې بې روزګارۍ نه په ګټه اخېستلو سره، په دې سرمایه کاري وکړه چې د جعلي دندو/کارونو په فهرستونو سره خلک ښکار کړي او بیا هغوی مجبوره کړي چې په بین الاقوامي کچه د جعل او دوکه کولو کاروبار مخ ته یوسي."

بلينکن د ۲۰۲۳ کال په رپوټ کې د مسلسلې ترقۍ یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د نړۍ په لسهاوو ملکونه د انساني سمګلنګ د مخنیوي، د ښکار شوو خلکو د تحفظ، او عدالت ته د مجرمینو د راکاږلو په برخه کې د پام وړ کامیابۍ حاصلې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG