لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بایپرجوای قوي سمندري طوفان د هند د ګجرات صوبې سره ټکر شو


ګجرات ته د بایپرجوای طوفان د رسېدو نه وړاندې، د باران تورې ورېځې د ګجرات د ساحل دپاسه راپیدا شولې
ګجرات ته د بایپرجوای طوفان د رسېدو نه وړاندې، د باران تورې ورېځې د ګجرات د ساحل دپاسه راپیدا شولې

واشنګټن - د بایپرجوای په نوم زورور سمندري طوفان یا سایکلون، د زیارت/پنجشنبې په ماښام د هندوستان ګجرات صوبې ته ورسېد. چارواکي خبرداری ورکوي چې د پاکستان جنوبي او د هندوستان شمال لویديخ پراخې سیمې، ممکن د سختو بارانونو، سیلابونو، او تندو بادونو سره مخ شي.

دغه زورور سمندري طوفان، کوم چې د یوې هفتې راهیسي د عرب بحیرې له منځه د ګاونډیو ملکونو په خوا روان و، د هندوستان د ګجرات صوبې په بندري ښار جکحو سره ټکر شو.

د دې سمندري طوفان د رارسېدو نه وړاندې، څه باندې یو لک و اویا زره (۱۷۰۰۰۰) کسان په هند او پاکستان کې خوندي ځایونو ته منتقل کړی شول. د موسمیاتو ماهرین اندازه لګوي چې بایپرجوای به په خطه کې د تېرو پنځه ویشتو کلونو تر ټولو ناوړه طوفان ثابت شي. باېپرجوای یو بنګالي لفظ دی چې معنا یې "مصیبت" ده.

ماهرین وایي چې د موسمي بدلون د خرابېدو د وجې، دغسې سخت طوفانونه به لا زیات معمول وګرځي.

د هند د بمبئ ټېکنالوجي انسټیټوټ یو وېزېټنګ پروفېسر، راګهو مورتوګوډې د امریکا د فضایي مطالعاتو مرکز، ناسا ته وویل: "دا چې باېپرجوای ولې دومره ډېر دوام وکړ، وجه یې دا ده چې په عرب بحیره کې تودې اوبه هغه ته زور ورکوي. بایپرجوای د موسمي بدلون یو مثال دی، په خصوص د سمندر په پاسنی برخه کې د تودوخي د زیاتېدو له طریقه، کوم چې له وجې یې سایکلونونه یا سمندري طوفانونه سوکه روان وي او ډېر دوام کوي."

په هند کې د آفاتو سره د مقابلې قامي مرکز یو چارواکی نرېندر سېنګ بنډېلا وايي چې بایپرجوای سمندري طوفان به د ګجرات مرکزي سیمو او ګاونډي راجستهان صوبې ته په نږدې کېدو سره ممکن خپل زور وبایلي.

نرېندر سېنګ بانډېلا د هند ځایي رسنیو سره مرکه کې ویلي: "اصلي یا غټ اثر به د ګجرات کچهـ ضلع او سوراشترا سیمه کې ولیدلی شي. دا طوفان چې هرڅومره په ځمکه باندې وړاندې ځي، هماغومره یې زور کمیږي. مګر په ځینو ضلعو کې د باران توقع کیږي چې ممکن د سیلابونو سبب شي."

د هند د گجرات صوبي چارواکو ویلي چې له ساحلي سیمو څخه څلور نیوي زره (۹۴۰۰۰) کسان اېستلی شوي دي.

د هند ترڅنګ، په پاکستان کې هم بایپرجوای طوفان د سېند صوبه خپله نښه ګرځولې ده. پاکستاني چارواکو ویلي چې له ساحلي علاقو نه یې یو اتیا زره (۸۱۰۰۰) کسان محفوظه سیمو ته لېږدولي دي.

پاکستان کې لسهاوو زره کسان د سمندري طوفان له یرې بېځایه شوي دي
پاکستان کې لسهاوو زره کسان د سمندري طوفان له یرې بېځایه شوي دي

د پاکستان د موسمياتي بدلون دپاره مرکزي وزيرې شېري رحمان ويلي، د سمندري طوفان [بايپر جوای] رفتار د ساحلي سيمو پله کم شوی دی خو وایي اوس هم په زور کې دی او د کراچۍ نه یې مخه اوښتې ده.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې [اېن ډي اېم اې] د مشر سره ګډې خبري غونډې ته هغې وویل، د سمندري طوفان له امله د طوفاني هواګانو او بارانونو امکان موجود دی، د سيند صوبې څلور ساحلي ضلعې، ټهټه، بدين، سجاول او ملير د سمندري طوفان د سختو اغېزو سره مخ کېدی شي، دا امکانات موجود دي.

هغې زياته کړه د سمندري طوفان رفتار کم شوی دی او مخ یې بدليږي رابدلیږي ځکه نو د ساحل سره به د شپې پورې ټکر شي.

شېري رحمان وويل، طوفان شمال ختيځ پله روان دی، د کراچۍ او حېدر اباد پورې د سيند صوبې په ساحلي سيمو کې د بارانونو امکان دی او د کراچۍ سره نزدې د بلوچستان صوبې په ساحلي سیمو کې هم د باران وړاندوينه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG