لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سمندري غاړو سره د بایپرجوای سمندري طوفان د ټکر کیدو عمل پیل شوی دی


د بایپرجوای په نوم د زورور سمندري طوفان یا سایکلون، د پاکستان د سیند صوبې سمندري غاړو سره د ټکر کیدو عمل پیل شوی اؤ‌ ویل کیږي دا طوفان به په راتلونکو څو ساعتو کې په بشپړ ډول دسیند صوبې سمندري غاړې ته ورسیږي.

د بایپر جوای طوفان د مرکز سایز نزدې 50 کلو میټره ښودل شوی اؤ د دې ابتدایي برخه د زیارت/پنجشنبې په ماښام دهند د ګجرات صوبې د سوراشترا اؤ یو څه برخه یې دجکهاؤ پورټ سره ټکر شوې ده .

د پاکستان د موسمیاتو محکمې وړاندوینه کړې ده چې دا سمندري طوفان به نیع په نیغه د کراچۍ سمندري غاړې سره نه ټکر کیږي خو وایي په کراچۍ کې به یې هم اثرات ولیدل شي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو د اطلاعاتو مرکز د دې سمندري طوفان د تازه صورتحال په اړه ویلي چې د سیند صوبې سمندري غاړو سره هم د بایپر جوی د ټکر کیدو عمل پیل شوی دی.

د میډیا رپورټونه دماهرانو اؤ اړونده ادارو له خولې وایي چې په راتلونکو څو ساعتو کې به د بایپر جوای په نوم دا طوفان په بشپړ ډول د هند اؤ بیا د پاکستان د سمندري غاړو سره ټکر شي.

په پاکستان کې د دې سمندري طوفان دلاسه د کیټي بندر،کهارو چان،شاه بندر،جاتي،بدین اؤ نورو اړوند سیمو د اغېزمن کیدو اندېښنې ښودل شوې دي.

د سمندري طوفان د رانزدې کیدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین اؤ یو شمیر نورو سیمو کې تېز بارانونه راښکې شوي اؤ د تېز رفتاره هواګانو لړۍ هم پیل شوې ده .

پاکستاني رسنۍ وایي د پوځ اؤ رینجرز ځواکونه دطوفان د لاسه په امکاني توګه متاثره کیدونکو سیمو کې چمتو ودرول شوي ترڅو د کوم بد وضعیت په مهال په وخت د خلکو سره مرستې وکړی شي.

دغه زورور سمندري طوفان د یوې هفتې راهیسي د عرب بحیرې له منځه د ګاونډیو ملکونو په خوا روان و اؤ سیمې ته ددې د رارسېدو نه وړاندې، څه باندې یو لک و اویا زره (۱۷۰۰۰۰) کسان په هند او پاکستان کې خوندي ځایونو ته منتقل کړی شوي دي.

د موسمیاتو ماهرین اندازه لګوي چې بایپرجوای به په خطه کې د تېرو پنځه ویشتو کلونو تر ټولو ناوړه طوفان ثابت شي. باېپرجوای یو بنګالي لفظ دی چې معنا یې "مصیبت" ده.

ماهرین وایي چې د موسمي بدلون د خرابېدو د وجې، دغسې سخت طوفانونه به لا زیات معمول وګرځي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG