په پاکستان کې دګرانۍ لړۍ نوره هم مخ په بره تللې اؤ ددغه هیواد دشمیر شمیرو دولتي اداره وایي دتېرې یوې اوونۍ په مهال دخوراکي توکیو په ګډون د 19 شیانو نرخونه په بره تللي دي.
دپاکستان دشمیر شمیرو د دولتي ادارې په تازه رپورټ کې دملک دننه دکلیزې ګرانۍ کچه 34.96 فیصدي ښودل شوې خو روانه میاشت وړاندې کړل شوي قامي بجټ کې د راتلونکي مالي کال دپاره د ګرانۍ کچه 21 فيصده ټاکل شوې ده.
دکومو شیانو نرخونه چې لوړ شوي هغې کې غټه غوښه،نرۍ غوښه، اوړه،چیني ،الوګان،ټماټر،اوګه،دمهمو دال،ډګره وریژې، دلوښو صابون،خلاص پۍ،ماسته اؤ نور شیان شامل دي،
دشماریاتو دمحکمې رپورټ وایي په تېره هفته کې د12 توکیو بیعې راټیټې شوې هم دي چې هغې کې ایل پي جي ګیس،دمسورو،چڼو اؤ مهو دال،هګۍ،چرګان،خوراکي تیل اؤ ځینې نور شیان شامل دی خو رپورټ وایي چې د120 توکو بیعې بیا پخپل ځاي پاتې دي.
ددې تازه رپورټ نه څرګندیږي چې دپاکستان دننه دکومو وګړو میاشتنې امدن د17 زرو اؤ 733 روپو نه نیولی تر 22 زرو اؤ 888روپو پورې دی،هغوي لپاره دګرانۍ کچه 36.51 فیصدي پاتې شوې ده.
رپورټ کې ویل شوي چې ملک کې دتېرې هفتې په مهال دچینو نرخ کې 4.24،دګوړې نرخ کې 2.42فیصدي،داوړه نرخ کې 1.79فیصدي،دماستو نرخ کې1.59فیصدي،ددال ماش نرخ کې 1.25فیصدي،داوګې نرخ کې 1.15 فیصدي اؤ دخلاصو پیو نرخ کې 1.08 فیصدي اضافه شوې ده.
همدا شان دایل پي جي ګیس بیعه 4.14 فیصدي، دمسورو ددالو 0.42 فیصدي،د پیازو 7.56 فیصدي،دهګیو 4.86 فیصدي، دسبزیانو دغوړو 1.36 فیصدي، دمهو د دالو 2.04 فیصدي، دچڼو ددالو 1.46 فیصدي او دشړشمو دتیلو بیعې 0.75 فیصدي راټيټې شوې دي.