په لاتیني امریکایي ملک هندوراس کې د ښځو په یو زندان کې تر بلوې وروسته د اړي ګړي په پېښه کې لږ تر لږه 41 ښځې قیدیانې وژل شوي چې زیاترو پکې خپل ژوند د سوځېدو له امله له لاسه ورکړی دی.
د ملک صدر د دې بلوې پړه په باریو ګینگ او مارا سالواتروچا په غړو وراړولې ده چې اکثره د قیدیانو دننه پراخه طاقت لري.
د نړیوالې خبري شبکې ای پي د رپورت له مخې د هوندورس د ملي پولیس د پلټنو د څانګې ویاند یوري مورا ویلي چې په وژل شوو کې 26مېرمنې په اور سوځول شوي او نورې بیا د پلازمینې ټیګوسیګالپا نه 30میله لرې شمال لویدیځ کې تماراکي د زندان دننه یا خو په ګولیو ویشتل شوي یا هم په چړو وهل شوې دي.
ویاند ویلي چې د فرانزک ډلې کوم مړي راوباسي هغوي پخلی کړی چې 41 مړي یې شمیرلي دي.
د حکومت له لوري د دې فسادونو نه وروسته د زندان ښودل شوو ویډیوګانو کې تمانچې، چاکوان او نور غوڅوونکي توکي په نظر راځي چې وایي، دا په زندان کې له اړي ګړي وروسته موندل شوي دي
د هندوراس صدر زیوماراکاسترو ویلي چې ددې اړي ګړي پلان د ماراس د امنیتي چارواکو سره په سلا جوړ شوی اؤ هغوي په دې هرڅه د وړاندې څخه خبر وؤ.
بیلابیلو خبري ادارو پخپلو رپورټونو کې ویلي چې د اړي ګړي په مهال زندان کې 900 ښځې قیدیانې موجودې وې.
چارواکو ویلي چې د باریو ګینګ اؤ مارا سالواتروچا د کسانو ترمنځ له نښتې وروسته جیل کې اړی ګړی پیل شوی او اووه کسان هسپتال ته رسول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هندوراس په زندانونو کې د اړي ګړي پېښې مخې ته راغلي په کال 2019 کې د جرایم پېشه ډلو ترمنځ نښتو کې 18کسان وژل شوي وؤ،همداشان په کال 2012 کې تر یوې سختې جګړې وروسته لګیدلي اور کې 350 کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی وو.