لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:د حفصه مدرسې زده کوونکې بیا سړکونو ته راوتلې، د مولانا عبدالعزیز اؤ ښځې پرضد یې د ترهګرۍ مقدمه درج


داسلام اباد د حفصه مدرسې ګڼ شمیر زده کوونکې کوتکونه په لاس یو وارې بیا وروسته له هغې د اسلام اباد سړکونو ته راوتلې چې پولیسو د لال جومات د مخکیني خطیب مولانا عبدالعزیز د نیولو هڅه وکړه.

د لال جومات د مخکیني خطیب مولانا عبدالعزیز پرضد په پولیسو د ډزو اؤ د هغه د مېرمنې ام حسان خلاف ټي ټي پي ته په پولیسو د بریدونو د بلنې ورکولو له امله د ترهګرۍ مقدمه درج کړل شوې ده.

رپورټونه وایي د اسلام اباد د لال جومات سره پیوست د حفصه مدرسې طالباتو تېره ورځ د احتجاج په مهال د اسلام اباد بیلابیل سړکونه تړلي اؤ په ښځینه پولیس عسکر یې د کوتکونو ګزارونه کړي دي چې له امله یې دغه ښځینه عسکره سخته ژوبل شوې ده.

په سوشل میډیا د مولانا عبدالعزیز د مېرمنې ام حسان یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې هغې په بورقه کې ځان رانغښتی اؤ پاکستاني طالبانو ته دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو د وژلو بلنه ورکوي.

ددغه ویډیو په هکله لا هم هیڅ قسمه پخلی نه دی شوی چې اصلي ده که نقلي، خو په ویډیو کې اوریدل کیږي چې دغه مېرمنه پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي ته بلنه ورکوي چې دپاکستان دترهګرۍ ضد محکمې پولیس که په وردرۍ کې ویني اؤ که بغیر له وردۍ باید وي یې وژني.

هغې دپاکستان پوځي استخباراتي ادارې اؤ پولیس دقادیانانو اؤ شیعه ګانو پلویان یاد کړي اؤ تور یې لګولی چې" دین پرې ښه نه لګي"

دپولیسو لخوا داسلام اباد دلال جومات دپخواني خطیب مولانا عبدالعزیز دګرفتارۍ دهڅې پرضد اوړمه ورځ دحفصه مدرسې ګڼ شمیر طالبعلمانې یو ځل بیا لوړو په لاس د اسلام اباد سړکونو ته هم راوتلې وې اؤ بیلا بیل سړکونه یې دټریفک پرمخ تړلي وؤ.

ډان ورځپاڼې لیکلي داسلام اباد یو لوړ پوړي انتظامي چارواکي ورته منلې ده چې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو یوه ډله مولانا عبدالعزیز سره د خبرو اترو لپاره لال جومات ته تللې وه اؤ هغه ته یې دڅو پوښتنو دځوابولو لپاره د وړاندې کیدو ویلي وؤ،

چارواکي ویلي په دغو پوښتنو کې دا پوښتنه هم شامله وه چې هغه (مولانا عبدالعزیز) دلال جومات د خطابت نه ریټایرډ شوی اؤ دهغه پځاي اوس بل تن ته امامتي سپارل شوې ده نو هغه څنګه تر اوسه په دغه جومات کې امامتي کوي؟

همدا شان مولانا نه دماشومانو دلایبریرۍ ترڅنګ په یو پلاټ دقبضې کولو دهڅې اؤ نورو معاملو په اړوند پولیسو پوښتنې کول غوښتل خو وایي مولانا په پولیسو ډزې کړې دي.

دسي‌ ټي ډي دپولیسو تاڼه کې دمولانا عبدالعزیز اؤ دهغه دمېرمنې پرضد درج مقدمه کې دترهګرۍ ترڅنګ نورې بیلابیلې دفعې هم اچول شوې دي.

په دغه مقدمه کې دمولانا عبدالعزیز څلور نور ملګري ابرار احمد،مراد خان،منظور اؤ سرفراز هم نومول شوي دي.

مقدمه کې ویل شوي چې مولانا عبدالعزیز دتر ترهګرۍ ضد پولیسو ته د بیلابیلو مقدمو کې مطلوب ؤ اؤ دهغه نوم فورتهـ شیډول کې هم شامل وؤ ځکه ورپسې پولیس ورغلي وؤ خو وایي مولانا دخپل ګاډي نه په پولیسو نیغ په نیغه ډزې وکړې اؤ بیا وتښتېدو.

ایف ایي ار کې ویل شوي چې دمولانا عبدالعزیز ښځې ام حسان هم بیا جینکۍ طالبعمانې سړکونو ته داحتجاج لپاره راویستې وې اؤ هم یې په یوه ویډیو کې ټي ټي پي ته بلنه ورکړې ده چې د سي ټي ډي په پولیسو باید بریدونه وکړي.

په سوشل میډیا خپل یو ویډیو بیان کې مولانا عبدالعزیز ویلي پولیس دهغه په نیولو پسې ورغلي وؤ اؤ دګرفتارۍ دهڅې په وخت یې په ده ډزې کړې وې چې دی پکې ژوبل شوی هم دی.

مولانا تور لګولی چې دسي ټي دي څلورو عسکرو هغه دګاډی نه ښکته راغورځولی ؤ اؤ بیا ده دیو عسکر نه ټوپک راښکلو اؤ په پولیسو یې ډزې وکړې .

داسلام اباد لال جومات وروسته له هغې په نړیوالو رسنیو کې مشهور شوی ؤ چې کله په جولایي کال 2007م کې دهغه وخت دپوځي واکمن جنرال پرویز مشرف په امر ددغه جومات اؤ خفصه مدرسې پرضد پوځي عملیات ترسره شوي وؤ.

په دغه عملیاتو کې دمولانا عبدالعزیز دیو ورور غازي عبدالرشید په ګډون ګڼ شمیر کسان وژل شوي وؤ‌ خو کله چې مولانا عبدالعزیز دښځو په بورقه کې دجومات نه تښتېدو نو امنیتي ځواکونو نیولی ؤ .

دکال 2007م نه تر کال 2017 م پورې دمولانا عبدالعزیز پرضد پاکستان کې ټولې 35 مقدمې درج شوې وې خو بیا په کال 2017م کې هغه په دغو ټولو مقدمو کې دعدالت نه بري شوی ؤ.

د ډان اخبار له مخې په کال 2015م کې یو استخباراتي رپورټ‌ په رسنیو کې مخې ته راغلی‌ ؤ چې هغې کې دمولانا عبدالعزیر ترهګرو تنظیمونو سره د اړیکو تفصیلات ښودل شوي وؤ.

په دغه رپورټ کې دټي ټي پي اؤ مولانا عبدالعزیز تر منځ دتماسونو شواهد په ګوته کړل شوي اؤ ویل شوي وؤ چې طالبانو هغه حکومت سره دامن دتړون لپاره خبرو اترو کې خپل استازی ټاکلی ؤ.

کال 2021م کې په 15 اګست چې طالبانو کابل ونیولو له هغې وروسته هم د اسلام اباد د لال جومات سره جوختې د جينکو مدرسې جامعه حفصه باندې د طالبانو سپين بېرغ ځړول شوی وو، او د اسلام اباد انتظامیې هغه وخت هم ويلي وؤ د دغه کار کوونکو پرضد به قانوني چلند کولی شي.

د اسلام اباد لال جومات مخکنی خطيب مولانا عبدالعزيز چې د طالبانو او القاعده پلوي ګڼل کيږي. د جومات سره جوختې جامعه حفصه په کال 2007 په اسلام آباد کې د شریعت د نفاذ په حق کې او د موسیقۍ او د ځیني چینايي کاروبارونو خلاف ګامونه پیل کړې وو او تور يې پرې لګولی وو چې غیر شرعي کارونه کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG